رپوټونه وایی چی دترکیی  دولت درسنیو دازادی دری فعاله او مشهوره کسان نیولی دی چی د دولت داغیر قانونی کړنی دنړیوالو معیارونو سره په ښکاره تناقض کی قرار لری .

په نیول شوو کسانو کی دترکیی د بی پولی ورځپانه لیکونکو دسازمان استازی  ښاغلی  “ارول اوندراوغلو” هم شامل دی. درسنیو دآزادی دفعالینو نیول په ترکیه کی به داسی شرایطو کی صورت مومی چی دا هیواد دمهمو دلایلو لکه دسوریی او عراق سره دهم سرحده کیدو چی هلته دګډوالو او نور لسګونو ټکان ورکونکواو تاوده  خبرونو له کبله نه یوازی ددی هیواد دخلکو حق بلکه دټولی نړی دوګړومعلوماتوته دلاسرسی  حق تر پښو لاندی کوی .

ددی نیونو خبرپه داسی حال کی نشریږی چی په تیره میاشت کی د” جمهوریت” د ورځپانی د مسوول مدیر په هکله په استانبول کی  دیو محکمی  حکم  مبنی پر پنځه کاله حبس او ددی ورځپاڼی د رییسمحکمه په انقره کی دبشری حقونو دسازمانونو دسختی نیوکی له ځانه سره درلوده .

نی په دی باور دی چی دبیان آزادی او دهغه څخه دفاع  لکه یو زنځیر دی له خپلو دندو څخه بولی  ترڅو دخبریالانو دنیونی پر مهال چی حتی په ترکیه کی وی چوپ پاتی نشی .