قاضی محمد نصیر مدثر، دملی پیغام درادیورییس د لوگر په ولایت کی دپنجشنبی په مازدیګرد محمد آغه ولسوالی په شاوخوا سیمه کی دناپیژانده وسله والو له خوا ووژل شو .

ښاغلی مدثر، کله چی مازدیګر دکار ددفتر څخه کورته روان و چی په لاره کی دناشناخته ټوپک لرونکوچی پر موټر سایکل سپاره وه مدثر یی دموټر پیاده کړی اوبیا یی په مرمی ویشتلی .

قاضی مدثر، په وروستیو اونیو کی دطالبانو له خوا څو ځله په مرګ ګواښل شوی دی په تیرو وختونو کی هم څو ځله کی نوموړی ته دطالبانو له خوا دمرګ ګواښ شوی و .

ښاغلی مدثر، دیوی لیسزی راهیسی دمعلوماتو رسولو په برخه کی فعالیت درلوده او د رادیود ریاست ترڅنګ ، هغه یو قاضی او دشورویانو په ضد د متجاوزینو سره جهاد هم کړی و.

دا ١۴۴ خبریال او رسنیز کارمند و چی ددی میلادی کال په جریان کی وژل شوی دی .دنی دفتر ددی خبریال دوژنی څخه غمجن شوی او دملی یووالی دحکومت او په تیره بیا دجمهور رییس څخه غواړی ترڅو ددی نه زیات دخبریالانو او ورځپان لیکونکو موخی لرونکی وژنو پر وړاندی بی پروا ونه اوسی .او دقاتلانو په نیونی او دهغوی په پیژندنی او هغوی ته دجزا ورکولوپه وړاندی بی لاس په کار شی .

دافغانستان حکومت که ونه کړی شی او یا ونه غواړی چی ددی نه بخښودونکی جنایت عامل ونه نیسی او مجازات یی نه کړی، دنورو رسنیو مدیران په نوروولایاتو کی دنه مصوونیت احساس کوی باید دهغویدساتنی په موخه هڅه او هاند وکړی امنو ځایونو ته پناه یوسی ،چی په هغه صورت کی غټ زیانونه دافغانستان خلکو او دولت ته ورسیږی .ځکه په تیره یوه نیمه لسیزی کی افغانستان ددولت اوخلکو غټه لاس ته راوړنه همدا دبیان ازادی او درسنیو زیاتوالی دی .