په رسنیو کی داسی انځورونه خپاره شوی دی چی دجمهور رییس د بیانیی پرمهال یو تن دحاضرینو څخه ولاړشوی دی خبری کوی ،او جمهور رییس هم اشاره کوی او معلومه نه ده چی داشاری څخه یی موخه څه ده و وروسته له هغه ځینی انځوریز نوارونه نشر شوی دی چی په ظاهره داسی ښیی چی دجمهوررییس ساتونکی یو سړی چی سر او مخ یی په وینو لړی دی موټر ته پورته کوی

او کوم نامعلوم ځای ته یی وړی. نوموړی پیښه مختلف غبرګونه را برسیره کړی. نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دجمهور رییس دساتونکو دا چلند ددی وګړی سره داساسی قانون د۳۴ مادی دبیان دازادی سره په مخالفت کی بولی .

دنی دفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی: «د قانون پراساس  دهیواد ټول وګړی حق لری خبری وکړی اود حکومت دکړنو څخه نیوکه کوی اودحکومت مشران، دخلکو دآواز داوریدو او دهغوی دشکایتونو داوریدو مسوولیت  لری نه داچی دهغوی آواز غلی کړی »

اوس پر حکومت دی چی راشی دجمهوررییس ساتونکی چلند چی دبیان آزادی په مخالفت دی توصیح ورکړی، جمهور رییس باید واضح کړی چی دهرات دپیښی په اړووند چی څه پیښ شوی و خلکو ته ووایی چی ددی وګړی جرم څه و او دکوم جرم پر اساس دساتونکو دوهلو ټکولو لاندی نیول شوی دی

نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره په دی باور ده  که چی ارګ په دی هکله چوپتیا غوره کړی نور به هیڅوک  ځانته دا جرأت ورنکړی چی دحکومت پر وړاندی خپل آواز پورته کړی او نیوکه وکړی نو بیا دلته وی چی کوم لاس ته راوړنی چی دبیان دازادی په نامه ترلاسه کړی او زموږ د ویاړونو سبب د ی په اوبو لاهو شی .