تیره شپه د ۱۳۹۳ کال دسلواغی ۲۷یو شمیر سیمیزو زورخاوندانو د هرات ولایت پر خصوصی تلویزون چی “ناب” نومیږی برید کړی او د هغه دفتر د وسایلو په تخریب او د ښیښو په ماتولو لاس پوری کړی دی.

ددی تلویزون ساتونکو او کارکونکو دخپل دفتر څخه ددفاع په موخه ټپیان شوی دی .

د هرات ولایت پولیس ددی پیښی په تړاو سره د ناب خصوصی تلویزون یو تن کارکوونکی نیولی دی . نی چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده پرناب تلویزون باندی برید یی غندلی او د هرات پولیس څخه په ټینګه غواړی چی ترڅو قضییه پّ ژوره توګه وڅیړی او د هغه د پایلی څخه خبریالان او د افغانستان خلک خبر کړی .

عبدالمجیب خلوتگر، د نی ددفتر عمومی رئیس وایی :” دناب تلویزیون کارکونکی چی ددی قضیی په تاو نیول شوی دی ،د هغه حقوق باید وساتل شی ، او نباید د کوم موجه دلیل پرته د پولیس په قبضه کی وی .”

د اسلامی جمهور نافذه قوانین پدی هکله صراحت لری چی حکمی بنسټونه په تیره بیا رسنی باید دتعرض څخه مصؤن وی او هغه کسان چی دافغانستان قوانینو پر خلاف په داسی کړنو لاس پوری کړی ، باید دافغانستان د قوانینو پراساس وپیژندل شی او مجازات شی.

دافغانستان دولت مکلف دی ترڅو د رسنیزو تاسیساتو څخه په ټینګه ساتنه وکړی او سرغړونکی د قانون دپلټنی لاندی ونیسی .