د بی بی سی سیمیز خبریال نعمت الله کریاب، دهیواد په ختیځ کی فعالیت درلود؛ نن امنیتی موظفینود جلال آباد په ښار کی ونیاوه .

دننگرهار دولایت چارواکو همدارنګه د بی بی سی مسوولینو په افغانستان کی ددی خبریال نیول دامنیتی موظفینو له لوری تأیید وی ، خو داچی دا خبریال په کوم تور نیول شوی څه نه وایی .

عبدالمجیب خلوتگر، دنی ددفتر عمومی رئیس په خپله بیانیۀ کی وویل :” چارواکی دننګرهار په ولایت کی مکلف دی تر څو هر څه ژر ددی خبریال دنیونی سبب روښانه کړی . که چیری دا خبریال دمعلومات رسونی یعنی خبریالی په تور نیول شوی وی ، پرته له ځنډ ه باید خوشی شی .او که دښاغلی کریاب د نیونی سبب نوری مسالی وی پرته له خبریالی نه ، باید د هغه دنیول کیدل سبب څرګند شی .”

د نی دفتر د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره هغه خبریالان چی دخبریالی د کار په اړوندونیول شی په سختی سره غندی او هغه دافغانستان داسلامی جمهوری دقوانینو پرخلاف عمل ګڼی .

موږ یو ځل بیا د ننگرهار ولایت دچارواکو څخه غواړو ترڅو هرڅه ژر د تا د نعمت الله کریاب دبی بی سی دخبریال دنیونی سبب ، دهیواد په ختیځ کی درسنیو له طریق اعلان کړی .