دتیر کال د غویی لسمه  دافغانستان رسنیزی ټولني ، توره ورځ  تیره کړی وه . دمختلفو رسنیو ۹ خبریاله او انځوراخیستونکی  په یوه ترهګره  برید کی دکابل په شش درک کی خپل ځان له لاسه ورکړ په همدی ورځ د بی بی سی خبریال  په خوست ولایت کی احمد شاه متنوال دناشناخته وسله والو له لوری ترور شو.

نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره، درسنیزوو دشهیدانو سره دخواخوږی اوهمدردی ترڅنګ یو ځل بیا په تاکید سره دافغانستان دحکومت څخه غواړی هر هغه څه چی تیر کال دغویی په لسمه پیښ شول په بشپړه توګه رسنیزی ټولنی سره شریک کړی. دنی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی؛   « دتیر کال د غویی په  لسمه  ۹ تنه  رسنیز همکاران په مرموز توګه دترهګرو برید لاندی راغلل . هغه ورځ وروسته له لومړی برید څخه چی خبریالان پیښی ته دپوښش ورکولو په موخه تللی و دوهمه چاودنه دخبریالانو په منځ  کی وشوه . چی په  نتیجه کی  ۹تنه خبریالا خپل ځانونه له لاسه ورکړه، اوس هم ځینی پوښتنی  دخبریالانو په زړونو کی بی ځوابه پاتی دی چی ځانمرګی څنګه وکولای شو چی دڅو کلکو پوستو څخه تیر شی او خپل ځان خبریالانو منځ ته ورسوی او خبریالان خپله موخه وګرزوی. نوځکه اوس ځینی پوښتنی بی ځوابه پاتی دی که چیری دافغانستان حکومت خپل ځان درسنیو او دبیان ازادی باندی ژمن بولی مکلف دی هر هغه څه چی پیښ شوی دی درسنیزی ټولنی سره شریک کړی»

ددی پیښی څخه دیو نیم کال په تیریدو بیا هم د غویی دلسمی په هکله د حکومت له لوری ددی پیښی دڅرنګوالی په اړه هیڅ ډول رپوټ ندی خپور شوی .

نی پدی  باور دی ترڅو چی دخبریالانو پر وړاندی د تاوتریخوالی عاملان او به تیره بیا دخبریالانو په وړاندی دوژونکو  په هکله په کلکه  ترڅیړنی لاندی ونه نیول شی  دخبریالانو پر وړاندی به د تاوتریخوالی دکمښت شاهدان ونه اوسو.

نی یو ځل بیا تاکید ګوی، حکومت مکلف دی دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی  عاملان وپیژنی او محکمی ته وړاندی کړی .

نی همدارنګه دهیواد درسنیو د مسوولانو څخه غواړی چی  د همکارانو پر وړاندی په تیره بیا ترهګریزو بریدونو ته دخبری پوښش پر مهال، حساس اوسی  هیڅ خبریال دی پرته له ایمنی وسایلو څخه دپیښی سیمی ته ونه لیږی .