د هلمندولایت څخه راپورونه ددي پیښی څخه حکایت کوی چی  سفرمحمد دهلمند دسمون رادیو دتخنیک دبرخی دنیمه ورځی یا پارټ ټایم کارکونکی و چی  وژل شوی دي. دهلمند ولایت دسمون رادیومسوول مدیر حیات‌الله ساحل ددي پیښی دتایید ترڅنګ دنوموړی پیښی  په اړه وویل:چی تیره شپه دچهارشنبی دمرغومی پر ۱۱ ښاغلی سفرمحمد چی یوځای میلمه و کله چی دکوره دباندی وزی او نن پنجشنبه د هغه مړی دلښکرګاه ښار صافیانو په سیمه کی موندل شوی دی

دهلمند ولایت ویاند محمد عمر زواک  درسنیو څار دفتر ته وویل  چی دوسیه تر ارزونی لاندی ده دبل پلوه دهلمند پولیس وایی چی وروسته له یو لړ ارزونو به  دموضوع جزییات دیو ه خبری ناستی په ترځ کی رسنیو ته اعلان کړی . تر اوسه لا څرګنده نده چی دښاغلی سفرمحمد دوژنی موضوع دهغه درسنیز کار سره چی په سمون رادیو کی ترسره کوله تړاو لری او کنه .

نی د دهلمند ولایت دسیمیزو چارواکو څخه غوښتنه کوی چی د سفرمحمد دوژنۍ دوسیه په کلکه وڅاری او څرګنده کړی چی څه اړیکه دهغه کار او او دهغه وژنی ترمنځ وجود لری.

دا د۲۰۲۰ میلادی کال د وژنی لومړني  پیښه ده  تیر کال ۱۰لسو تنو درسنیو کارکونکو خپل ژوند دلاسه ورکړی و .که څه هم دهغه بل تیر کال په پرتله کموالی راغلی و خو بیا خبریالانو ته خونړی کال و.