په بدخشان ولایت کی د «بازگل» په نامه رسني چی یوه ډیره دمخاطیبینو ډکه رسنی وه او د۶ کلونو راهسی یی په بدخشان فعالیت درلود پدی وروستیو کی دمالی ستونزو له کبله په رسمی توګه نشرات پای ته ورسول.

دآمو درسمیزی ډلی مسسوول عبدالبصیر حقجو چی د بازگل رادیو هم دهغه تر سیوری لاندی ده دخبرو په ترځ کی درسنیو دڅار دفتر ته وویل :چی دمالی او تخنیکی امکاناتو نه شتون ،او داطلاعاتو او کلتور وزارت له لوری دمالیاتو او درندو ضمانتونو دوضع کیدو له امله اوهم دسیمیزو چارواکو نه پاملرنه له امله دبازگل رادیو مجبوره شوه چی خپل خپرونی ودروی .
د «پیام حق» سمیزی رادیوهم چی د تیرو درو کلونو راهیسی د ملی اردو له لوری په بدخشان کی نشرات کول ونه شو کولای چی خپل فعالیتونو ته دوام ورکړی او پدی وروستیو کی دمالی وجوه دنه درلودلو له کبله د نشراتو پاتی راغلی.
پدی وروستیو کلونو کی مالی ستونزی دیو شمیر ډیرو رسنیو لمنه نیولی یوازی د بدخشان په ولایت کی ، دپنځو کالو راهیسی ۲۰ چاپی رسنی دفعالیت څخه پاتی راغلی دی .
د نی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر دافغانستان دازادو رسنیو دملاتړ اداره مشر وایی چی دافغانستان دحکومت دبیان دازادی دقانونی ضمانتونو ته په پاملرنی سره چی داساسی قانون په ۳۴ماده کی راغلی مکلف دی چی درسنیو دلویدو مخنیوی وکړی حکومت نه یوازی داچی مالی ضمانتونو کی کمښت راولی ، بلکه باید مالی حمایتونه د هغه رسنیو پر وړاندی چی دسقوط سره مخ دی ولری.
دنی دفتر چی دافغانستان دازادو رسنیو دملاتړ ادارهده د اظلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړی چی چی درسنیو وضعیت ته په کتلو سره،درسنیو په مالیاتو کی دکموالی په موخه توجه وکړی