د رسنیو وضعیت دهری ورځی په تیریدو سره خرابیږی. په تیره یوه اونۍ کي موږ د یو ه رسنیز کارکونکې او دیوی سیمیزی رادیودتړلو او دطالبانو دګواښ له کبله  ددوو خبریالانو د استعفای شاهد ان و

که څه هم د روان میلادی کال په لومړیو کی دتیرکال دلومړی شپږو میاشتو په پرتله خبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی دکمښت ، شاهد  و خو کوم ګواښ چی دچنګاښ په دریمه دطالبانو له لوری رسنیو او خبریالانو ته وشو،  وضعیت  ته یی  بدلون ورکړ.

په هغه برید چی د دفاع وزارت پر بنسټونو باندی په ۱۶ حوزه کی صورت وموند دشمشاد تلویزون یو کارکونکی یی وواژه او ۷ نورو کارکونکی ټپیان شول .  دشمشادتلویزون امنیتی کارکونکی عبدالرووف ایمل‌زی  دځان وژونکو بریدګرو دبرید پرمهال  دامنیتی ځواکونو سره په نښته کی موخه وګرځیده ،

په همدی حال کی،  د«گردیز غږ» دسیمیزی رادیو داجتماعی او ادبی خپرونو چلونکی  نادرشاه صاحب‌زاده دهغه سیمیزو ټوپک لرونکو له لوری چی پیژندل شوی ندی ووژل شو .

نادرشاه د جمعی ورځ دچنګاښ پر ۲۱ تاریخ  تری تم شو او دچنګاښ پر ۲۲ دسهار اته بچی پداسی حال کی وموندل شو  چی امنیتی ځواکونو دهغه مړي دګردیز ښار دباغ پیر په سیمه پیدا کړ چی سترګی یی ایستلی وی او په ډیر  بی‌رحمی سره وژل سوی و . او د صاحب‌زاده، په وژل کیدو سره دا په روان میلادی کال کی اوم قربانی کس ، دافغانستان درسنیو څخه دی .

د طالبانو له لوری د ګواښونو له کبله ، د ارزګان ولایت دیوی سیمیزی رادیو دوه تنه کارکونکی په دی مجبور شوی دی چی دخبریالی د کار څخه استعفای ورکړی .

یوه سیمیزه رادیوی د غزنی په ولایت کی داسی چی ویل کیږی دطالبانو د ګواښ وروسته مجبوره شوه چی خپل نشرات. ودروی .

اوسني وضعیت د رسیزی ټولنی اندیښنه را پارولی ، نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دحکومت څخه غواړی چی د درسنیو او خبریالانو دامنیت تامین خپل کار په لومړیتوبو کی قرار ورکړی  دنی دفتر اجرایی رییس ، عبدالمجیب خلوتگر وایی : «د طالبانو دګواښ وروسته،  دو رسنیزو کارکونکو د وژل کیدو او هم دیوی رادیو دتړل  کیدو اشاهدان و،  دا اندیښنیۍ  دخبریالانو او رسنیزو کارکوونکو دمصوونیت پر وړاندی زیاتوالی موندلی دی دا اندیښنی هم منځ ته راځی چی هر څوک او هره ډله کولای شی درسنیو پر وړاندی په تاوتریخوالی باندی لاس پوری کړی او بیا دا کار طالبانو ته پرغاړه ور واچوی  »

نی یو ځل بیا  تاکید کوی دافغانستان حکومت مکلف اد ی چی دخبریالانو د امنیت تامین دخپل کار په لومړیتوبو نو کی ځای ورکړی ترڅو داوس مهال  ډیر اړین اړتیا وو  ته مو ځواب ویلی وی دهغه پرته هر ډول بدی پایلی به دحکومت پرغاړه وی   .