څوموده مخکی  « دقانون او دموکراسی مرکز » دقوانینو په یوه ارزونه او دهغه  درجه بندی په اساس دافغانستان معلوماتو ته دلاسرسی  قانون په لومړی درجه کی  اعلان کړی او ویلی دی  بهترین قانون معلوماتو ته دلاسرسی په برخه  کی دی .

نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ، ددی ترڅنګ چی رسنیزی ټولنی ته  مبارکی  وایی په دی باور دی چی معلوماتو ته دلاسرسی دنړیوالی  ورځی په درشل کی  یو ښه خبر په هیواد کی دی ، خو هغه څه چی مهم دی، دقانون تطبیق دی ،. عبدالمجیب خلوتگر دنی اجرایی   رییس وایی:”دا یو شه  خبر دی چی معلوماتو ته دلاسرسی قانون  لومړی مقام تر لاسه کړی ، خو مهم دادی چی  قانون څومره تطبیق شوی دی چی په خواشینی سره معلوماتو ته دلاسرسی قانون  د قناعت وړ نه دی  او دهری ورځی په تیریدو سره موږ معلوماتو ته دلاسرسی قانون  دوضعیت دښه کیدو پرځای د وضعیت د بدترکیدو شاهد یو ،ا و معلوماتو ته  د لاسرسی قانون  نه تظبیق  یوه لویه ستونزه درسنیو او خبریالانو پر وړاندی ده.”

د ثبت شوو رپوټونو پر اساس نی درسنیو څار دفتر معلوماتو ته نه لاسرسی ډیر غټه ستونزه درسنیو او خلکو او هیواد  پر وړاندی بولی .  هغه څه  چی مو شرح  کړل  چی نن ورځ معلوماتو ته دلاس رسی قانون  وضعیت ښه نه دی . نی د حکومت څخه غوښتنه کوی چی دقانون تطبیق زمینه برابره کړی او دولتی  اداری مکلف کړی چی  رسنیو او خلکو ته  ځواب ووایی ترڅو هغه ورځ راشی چی دمعلوماتو ته دلاسرسی  وضعیت ښه شی