دزابل ولایت دملی رادیو تلویزون دتخنیک دبرخی کارکونکی  سخی بلوچ، د غبرګولی پر ۱۹ د یکشنبی ورځ ورک شوی او ۲۴ ساعت وروسته دهغه مړي  دقلات ښار د سهیل په دری کیلومتری  د  خالا په سیمه کی پیدا شو .

ښاغلی بلوچ ددوو تیرو کلونو راهسیی دزابل په ملی رادیو تلویزون کی  دتخنیک د کارکونکی په صفت کار کاوه

دزابل ولایت دملی رادیو تلویزون دتخنیک دبرخی مدیر، سمیع‌الله سادات دنی درسنیو دڅار دفتر ته ددی

خبری دتایید تر څنګ وایی،ښاغلی بلوچ دغبرګولی پر ۱۹ دشپی پر ۹ بجی کله چی د کار له دفتر څخه دکور پرخوا روان و، ورک شو او وروسته له یوی ورځی خلکو د هغه مړي پیدا کړ.

نی، د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره د حکومت څخه غوښتنه کوی چی دخبریالانو او کارکونکو د ځان ساتنه دخپل کارونو په لومړیتوبونو کی قرار ورکړی .  دنی ددفتر اجرایی رئیس  ښاغلی   عبدالمجیب خلوتگر وایی  ،« حکومت مکلف دی چی  دزابل ولایت دملی رادیو تلویزون دتخنیک دبرخی د کارکونکی  وژونکی  ونیسی او دقانون منګلو  ته یی وسپاری . همدارنګه حکومت باید خپل د څیړنی پایلی د بلوچ د وژنی په اړه درسنیو سره شریک کړی.»

دا په  روان میلادی کال کی، د افغانستان دخبریالانو او رسنیزو کارکونکو  دوژنی پنځمه قضیه ده. ۱۳۸۱ کال  راهسیی تر اوسه پوری ۱۰۵ رسنیز کارکونکی وژل شوی دی چی دډیرو دوسیی په مختلفو دلایلو سره  تر اوسه ندی څیړل  شوی . او دا ښیی چی په خواشینی سره چی دافغانستان خبریالان او رسنیز کارکونکی مصونیت نه لری .