تیره ورځ ، دننګرهار دغنی خیل په ولسوالی کی وسله والو کسانو د آرایا کوزیا رادیو د دستګاه دساتونکی دلاسونو او پښو په تړلو دهغه رادیو په اور اچول شوی او تښتیدلی دی . دهغه پر وینا داراکوزیا رادیو مسوولینو په کابل کی ، په خپل دی جنایت کارانه عمل سره ، یوه پایه دبرښنا جنراتور د رادیو دیوه پایه او تخنیکی وسایل له منځه تللی دی . نی چی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره ده دا ترهګره عمل په سختی سره غندی او په ډیر تاکید سره د ننګرهار دولایت چارواکو څخه غواړی ترڅو ددی پیښی عاملین ډیر ژر وپیژنی او هغوی محکمی ته را کش کړی . دافغانستان د نی دفتر دا ترهګر عمل په ډیر سختی سره غندی او مخکی لدی چی دننګرهار په ولایت کی ځینی سیمیزی رسنی لکه دپژواک سیمیزه آژانس او کلید رادیو او هم څو نوری سیمیزی رسنی د جلال ښار کی د بمونو تر بریدونو لاندی راغلی دی .خو د ننګرهار ولایت مسوولین ورسته له هری پیښی څخه ژمنه کوی چی ددی جنایت عاملین به ونیسی خو وروسته له دی چی څو ورځی د پیښی څخه تیرشی دننګرهار چارواکی خپلی ژمنی له یاده باسی . دنی دفتر، یوځل بیا دافغانستان د ملی یووالی له حکومت څخه غواړی ترڅو دخبریالانو او رسنیو دځانی او تاسیساتو دساتنی په موخه په خپل لومړیتوبونو کی ودروی او دهغه جنایت کارنو په پیژندنی او نیولو کی چی غفلت کړی ، قانونی چلند وکړی. یک بار دیگر از حکومت وحدت ملی افغانستان جداً می خواهد تا حفظ جان خبرنگاران و تأسیسات رسانه یی را در اولویت کاری خویش قرار داده و با کسانی که در شناسایی و بازداشت عاملان این گونه جنایات غفلت کرده اند، برخورد قانونی نماید.