دکابل په اتمه ناحیه کی دغویی پر ۲۱ناشناخته وسلوالو کسانو دولسی جرګی دفرهنګی کمیسیون صلاح کاره مینه منګل په ډزو سره ووژل . دکورنیو چارو وزارت ویاند ویلی دی، میرمن منګل کله چی دکور نه دکار په نیت روانه وه چی دڅو موټر سایکل سپورو له لوری د ګولی ښکار شوه او ځان یی له لاسه ورکړ.
مینه منگل مخکی لدی چی دهیواد د پارلمان د کمیسییون صلاح کاره شی دیو مودی لپاره په شمشاد، آریانا او لمرتلویزونو کی دخپرونو مسوولیت درلوده خو د آریانا تلویزیون دیو تن مسوولینو پر وینا چی دتیرو دریو کلونو راهیسی یی رسنیز فعالیت نه درلوده . او داسی ګومانونه شته چی دنوموړی ترور او وژنه، درسنیزو کارونو سره اړه لری یانه .
دافغانستان حکومت باید څرګنده کړی چی دمیرمن منگل د وژنی سبب څه شی دی . په هر حال دنوموړی کسب او کار هر څه چی وی نباید دهغی دوژنی دوسیی ته د رسیدنی خنډ وګرځی . امنیتی او استخباراتی بنستونه مکلف دی تر څو ددی پیښی عاملان وپیژنی او د قانون منګلو ته وسپاری .
نی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره ددی ترڅنک د مینی منگل، کورني ته تسلیت وایی دخبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی داندیښنی وړ بولی .