وشمیر خبریالان او دخبر دبرخی مدیران په هیواد کی دمعلوماتو ته دنه لاسرسی  دمخ په زیاتیدونکو ستونزو څخه شکایت لری او وایی  پدی وروستیو کی معلوماتو دلاسرسی وضعیت بی حده خراب شوی دی .

دافغانستان د رسنیو خبریالان او دخبر دبرخی مدیران دنی دفتر ته دحکومت  دویاندانو څخه په کلکه نیوکه کوی او دخبریالانو دتاکید په صورت کی دخبریالانو سپکاوی هم کوی .

ځینی دخبر مدیران ددولتی مقاماتو او درسنیو پر مالکانوباندی د نفوذ څخه  شکایت لری او وایی کله چی دیودولتی چارواکی  دفساد د افشاء په هکله خبریارپوټ بایدخپور شی مستقیماً درسنۍ د مالک سره اړیکه نیسی او خبریال دفساد درپوټ دجوړولو او خپرولو باندی خنډ ګرځی .

ځینی  دولتی چارواکی داخبار دخپرولو یا نه خپرولو په بدل کی خبریالانو ته د پیسو او دندی وړاندیز کوی.

خبریالان  شکایت لری چی غټو  او مهمو ملی معلوماتو لکه : دطالبانو سره دسولی مذاکرات ، د ارگ مذاکرات دجمعیت اسلامی سره ، دترهګرو دبریدونو دشمیرو او آمار په هکله  ، په هیڅ صورت صیح معلوماتو ته لاسرسی نه پیداکوی .

کومو خبریالانو چی دنی سره اړیکی نیولی  وایی؛ ځینی خبریالان  فکرکوی چی دهغوی دنده یوازی دمعلوماتو په پټولو کی ده نه دمعلوماتو په ارایه . داخبریالانو نی دفترته ویلی دی  چی ویاندان داړیکی په ځواب کی وایی په جلسه کی دی ، سبا زنګ وواهه ، یا داچی دامسئله په موږ پوری اړه نه لری ویاندان خپل تلیفونو مړه کوی اویاهم نادرست اونیمګړی معلوماتو ارایه کوی.

خبریالان په زیاتره مواردو کی کله چی  درپوټ دجوړولو په موخه ځی، د دولتی ارګانونو مسوولین دهغوی څخه رسمی مکتوب غواړی زیاتره خبریالان دپاسپورت ریاست ،ښوونځیواو روغتونو په کله یادونه کوی . چی درپوټ جوړولو پرمهال دبنسټونو مسؤلان رسمی مکتوب غوښتنه کوی.

د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره؛ معلوماتو ته نه لاسرسی او دفشار اعمالول پرخبریالانو باندی غیر قانونی بولی او دهغه دوام دافغانستان دټولنی دسلامت په موخه مضر بولی او دملی یووالی دحکومت څخه په ټینګه غواړی چی ددی ننګونو په منځه وړلو کی په کلکه  کار  وکړی .