دهرات ولایت یو شمیر خبریالانو دنی درسنیو څار دفتر ته رپوټ ورکړ  چی دهرات ولایت کی د یوه اعتراضی لاریون په ترڅ کی ، خبریالان د اعتراض کونکو د سپکاوی دچلند سره مخ شول .

په سلګونه دهرات معترض  ښاریان  ددی ولایت دیو تن دینی عالم  جعفر توکلی، د ترور په خاطر دهرات دولایت ودانی مخ ته تجمع کړی وه او جعفر توکلی  چی دهرات دمشهورو دینی علما دترو دعاملانو دپیژندنی او محکمه کولو غوښتونکی وه .

خبریالان چی ددی اعتراضی  غونډی ته دخبری پوښش په موخه تللی وه د معترضانو له لوری سپک شول او هغوی یی په  جاسوسی تورن کړل .

نی د افغانستان حکومت  او په تیره بیا د امنتیتی ارګانونو څخه غواړی چی د مدنی لاریونو په ترڅ باید دخبریالانو امنیت  ته ځانګړی پاملرنه وشی .  دنی دفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی: ” دمدنی ټولنو دعتراضی لاریونونه او دهغوی خبری پوښش او دهغوی دآواز رسول  حکومت ته دخبریالانو او رسنیو د دندو څخه دی،  خو دخبریالانو دامنیت تامین اپدی مدنی لاریونونو کی دحکومت وظیفۀ ده چی دقانون پراساس باید ځانګړی پاملرنه ورته وشی.”

دنی دفتر هم‌دارنګه دهیواد دښاریانو څخه غواړی چی دلاریونو په ترځ کی  دخبریالانو کارته چی دمعلوماتو ورکولو دنده لری او بی پری یا بی طرفه  دی  اهمیت ورکړی  او خبریالان د هری سیاسی جناح او لوری څخه بیل  وګڼی  او دهغوی سره دی بی طرفانه چلند وکړی .