یما سیاوش د طلوع دتلویزون دسیاسی خپرونو چلونکی او د افغانستان بانک مشاور دیو نښلونکی بم په چاودنه کی ددونورو همکارانو سره شهید شو.

هغه دپوو، زیارایستونکو او دځوان نسل رسا ژبه شمیرل کیده  چی په خواشینی سره دبیان آزادی دښمنانو دهغه ژوند واخیست او رسنیزه ټولنه یی په ویر کښینول.

نی‌دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره د یما سیاوش مړینه یونه بخښونکی او بشری ضد جنایت ګڼی. نی، د حکومت څخه غواړی  چی د سیاوش او هم‌کارانو وژونکی یی وپیژنی او هغوی د قانون منګلو ته وسپاری. نی په  تاکید سره وایی چی حکومت نباید د یما سیاوش دوسیه لکه دنورو خبریالانو په شان چی ترهګر یی دهغوی شاته انګازو په لټه کی وه له یاده وباسی.دسیاوش اودهغه دهمکارانو دقاتلینو پیژندل کیدای شی ددی جنایت دعاملینو د غیر اسلامی او انسانی څیره  څرګده کړی .

سیاوش چی څه باندی دیرش کلن ودرسنیو د ټولنی روښانه څیرو څخه و چی خپل زیاد عمر یی  دمعلومات رسونی په برخه کی تیر کړی و چی دښمنانو یی دهغه دلازیاتو پوهاوی دخپرولو دمخنیوی په موخه دهغه ژوند واخیست .

درسنیزو کارکوونکو او خبریالانو وژنه داندښنۍ وړ ده  چی دهیواد دښمنان په ړنایی او آزاد فکر کولو باندی عقیده نه لری او تیاره او جهالت ته لومړیتوب ورکوی.