د خبریالانو وهل په هیڅ وجه د زغم وړ نه دی او دا عمل په سختو الفاظو سره غندو. د ۳ تلویزون خبریال د ناشناخته کسانو له خوا وهل شوی او ټپی شوی دی د ۱ تلویزون خبریالان د یوی تلویزونی مرکی په ترڅ کی دالمپیک د ملی کمیتی د مشر جنرال ظاهر اغبر له خوا ورته ګواښ وشو.د ۱تلویزون خبریال او فلم اخیستونکی د رسنیو څار اداری ویلی دی چی د ملی المپیک په اداره د اداری فساد په اړه اسناد لاس ته ورغلی دی او کله چی غوښتل پدی اړه د ظاهر اغبر سره مرکه وکړی د هغه له خوا ورته ګواښ وشو.
خو وروسته له هغه چی د ۱ ،۳ او نګاه تلویزونونو خبریالان د ملی المپیک اداری څخه را ووتل دیو شمیر ناشناخته کسانو له خوا ور باندی برید شوی او وروسته له لنډی لفظی شخړی څخه د خبریالانو پر موټر باندی برید کړی او د چینل ۳ تلویزون خبریال یی په سختی سره وهلی دی او دنګاه تلویزون کمره یی د ځانه سره وړی ده.
خبریالان وایی چی داسی اسناد په لاس کی لری چی دا حمله د جنرال ظاهر اغبر له خوا شوی ده ، خو د برید کوونکو اصلی هدف د ۱ د تلویزون د خبریال او فلم اخیستونکی و، ځکه چی هغوی د مرکی په ترځ کی په سختی سره ګواښل شوی دی.
دافغانستان د تولنیزو رسنیو د قانون د شبږمی مادی په اساس ، ژورنالیستان د انتقادی رپوټونو د خپرولو پر مهال د قانونی ملاتړ لاندی نیول کیږی.
نی د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کونکی پر خبریالانو باندی برید په سختی سره غندی او داړونده ارګانونو څخه غواړی چی دخبریالانو داسنادو د شتون په صورت کی قضیه دی وڅیړی او دخبریالانو ټولنه دی د خپلو اجراتو څخه خبر کړی.
موږ یو ځل بیا د افغانستان ددولت څخه غواړو چی ترڅو د رسنیو څخه دی په عملی توګه ملاتړ وکړی او اجازه ورنه کړی هغه خبریالان چی اداری فساد په اړه ااسناد په لاس کی ولری د تاوتریخوالی او زور زیاتی سره مخ شی . پداسی مواردو کی د خبریالانو څخه حمایت نه کول په افغانستان کی به اداری فساد نور هم زیاتوالی ومومی.اوددی تاوتریخوالی د عاملینو نه مجازات کول به هغوی لانور هم زړور کړی چی په هغه صورت کی به د اداری فساد پر وړاندی مبارزه د ماتی سره مخ شی چی په هغه صورت کی به اصلی بایلوونکی د افغانستان خلک وی .