نن دوشنبه د سهار ۸:۵۰ دقیقی یو ډیر پیاوړه چاودنه د هیواد پلازمینی کابل په شپاړلسمه ناحیه پل محمودخان کی رامنځ ته شوه . دکورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چی لومړی یو موټر بم وچاودیده او بیا ځان وژنکی برید کونکی صحنی ته ننوتل.
پدی منځ کی د شمشاد دخصوصی تلویزون ۷ تنه کارکونکی هم ټپیان شول . یوتن د شمشادتلویزون دخبر دبرخی دمسوولینو څخه درسنیو څار دفتر ته وویل ؛ غښتلی چاودنه ددی لامل شو چی ترڅو د شمشاد تلویزون د دفترونو هنداری ماتی شی او شپږ تنه کارکونکی په سطحی دول ټپیان شی . یو تن خبریال ځان ددوهم منزل څخه غورځولی او دسر او سترګی له ناحیی څخه سخت ټپی شوی دی .
ناامنیو او ګواښونو ته په پاملرني سره چی رسنیو اوخبریالانو پر وړاندی زیاتوالی موندلی دی ، نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره یو ځل بیا ټینګار کوی چی حکومت باید درسنیو او خبریالانو دامنیت ساتل د خپل کار په لومړیتوبونو کی قرار ورکړی . د نی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی : «په خواشینی سره چی موږ په ښه وضعیت قرار نه لرو. د رسنیو او خبریالانو پر وړاندی ګواښونه جدی شوی دی او رسنیو ته زیان رسیدل دبل هر وخت په پرتله ډیر شوی دي. نوځکه دزیانونو دټیټوالۍ په موخه اړتیا شته چی د ودانیو امنیتی مواردو باندی څیړنه وشی او همدارنګه حکومت باید درسنیو او خبریالانو امنیت ساتلو ته د خپل کار په لومړیتوبونو کی ځای ورکړی.»
یوه اوني مخکی، طالبانو دچنګاښ په دریمه ، دیوی اعلامیی په صادرولو سره ټولو رسنیو اخطارته ورکړی کومی رسنی چی دطالبانو پر وړاندی اعلان نشروی هغوی یی په ویره ونکواو ترهګریز بریدنو ګواښلی دی .