خبریالان په ټول افغانستان کې وایی چې د هغې ویرې له امله چې د سولې له پروسې څخه یې لری مجبوریږی چې په ځان سانسورولو لاس پورې کړی.

جاوید روستایی د بست خبری آژانس خبریال وایی چې دی له دې څخه ویره لری چې که چیرې په آزاده توګه رپوټونه ورکړی داسې نشی چې سبا طالبان قدرت ته ورسیږی. هغه وایی چې که چیرې په خپلو رپوټونو کې په طالبانو نیوکه وکړی ښایی په راتلونکې کې کله چې طالبان واکمنی تر لاسه کړی نو هغه به ووژنی. نوموړی زیاتوی: «په همدې دلیل کله چې له طالبانو څخه کوم څه وینم که څه هم پوهیږم چې حقیقت لری خو بیا هم له رپوټ ورکولو څخه یې ډډه کوم.»

احمد حنایش بل خبریال دی چې په کابل کې فعالیت لری. هغه هم ورته خبرې تکراروی. هغه وایی چې دغې موضوع هغه وخت د هغه ذهن زیات بوخت کړ چې دوه فرانسوی خبریالان د طالبانو له بند څخه آزاد شول: «کله چې طالبانو په کاپیسا ولایت کې دوه فرانسوی خبریالان خوشې کړل اوس ټول په دې آند دی چې طالبان له خبریالانو څخه د خپلې عایداتی سرچینې په توګه کار اخلی. هغوی خبریالان اختطاف کوی او بیا یې د آزادۍ په بدل کې پیسې غواړی. په ډاډ سره ویلی شم چې دا یو حقیقت دی چې ښایی طالبان تاسې هم د پیسو په خاطر اختطاف کړی.»

د ښاغلی حنایش په خوله اوس دی ډیر په احتیاط کار کوی او پر طالبانو نیوکه نه کوی. هغه وایی چې دوه ویرې شتون لری: یوه یې بالفعل ویره ده «ځکه چې طالبان تاسو تښتوی» او بله یې بالقوه ویره ده: «که چیرې هغوی د سولې د پروسې له لارې له دولت سره یوځای شی کولای شی تاسې ووژنی.»