دآوا خبریال سید مهدی بهزاد، درسنیو دڅار دفتر ته وویل دری ورخی وړاندی (پنجشنبه، دسواغی۱۰) د بامیان والی دفتر ته مراجعه کړی او د هغو خلکو د وضعیت په کله کوم چی د دی ولایت په مغارو کی ستونزمن ژوند تیروی د مرکی غوشتنه وکړه .
دبامیان والی ده ته ویلی چی د شنبه په ورخ په لسو بجو د ولایت اداری ته ورشی خپله به مرکه وکړی او یا به هم (والی ویاند) احمدی ته ووایی چی پدی باره کی در سره مرکه وکړی .
وروسته له هغه چی دآوا خبریال د ولایت دفتر ته خی، والی ویاند خپل دفتر ته را غواړی او خبریال ته وایی چی ته په سکرتریت که منتظر اوسه . خو وروسته له یوی مودی دانتظار څخه والی حاضر نه شو چی مرکه وکړی .
سید مهدی وایی، کله چی له دفتر څخه راووتم د والی ویاند په سپکاوی سره وویل تاسو اصلا چیری کار کوی ؟ څه فعالیت لری ؟ که مو زړه شو مرکه کو که زړه ونه شو نه یی کو.
د اساسی قانون د ۵۰ مادی مطابق معلوماتو ته لاسری د هر وګړی حق دی او هیڅوک نه شی کولای د هغه خند وګرځی.
دنی دفتر ، د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره وایی زموږ غوښتنه دسیمیزو ارګانونو دریاست څخه دادی چی موضوع په کلکه وڅاری او د هغه پایلی د نی دفتر ته معلومات ورکړی .