پرون ماښام کله چی احمد سعیدی چی دخپل کور پر لور روان و دکابل د ښارنوپه سیمه کی ددوو کسانو له خوا چی پر موټر سایکلو نو باندی سپاره وه پرسعیدی باندی برید وکړ او دی یی ټپی کړ.

د نی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده د نامتو کارپوه او شنونکی باندی بریدپه سختی سره غندی اود افغانستان دحکومت او او په تیره بیا دپولیس او کشفی ځواکونو څخه غواړی چی ددی جنایت عاملین وپیژنی او دقانون منګلو ته وسپاری .

دنی ددفتر عمومی رئیس عبدالمجیب خلوتگر، وایی:” احمد سعیدی د ناکاره حکومت د سختو منتقدینو څخه دی چی پر هغه باندی برید دهیواد پدی شرایطو کی ددی کار ددی پیښی دعاملینو په اړوند شک او ګمان منځ ته راوړی”

دبل پلوه ؛ درسنیو دڅار دفتر رییس صدیق الله توحیدی چی نن سهارروغتون ته د هغه پوښټنی ته تللی و، وایی”دښاغلی سعیدی وضعیت مخ پر ښه کیدو دی ” خو یوه مرمی یی اوس هم په بدن کی ده چی معالج ډاکتران یی اوس هم پدی هڅه کی دی چی هغه یی د بدن څخه را وباسی :”

نی دافغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکی اداره ، دحکومت څخه غواړی چی ددی موخه لرونکی جنایتونو عاملین ونیسی ، د هغه پرته به ګومانونه پر خپله د حکومت او نظام په دننه کی دی ددی ترهګرو بریدونو تر شا لاس لری را برسیره کوی .احمد سعیدی ، دهیواد دنامتو شنونکو څخه دی چی هغه د دولت دیو جدی منتقد په حیث پیژندل شوی دی. سعیدی په تلویزونی خپرونو او په ورځپاڼو کی په خپلو لیکنو کی ددولت د کړنو څخه په ډیره سختو ویناو او تندی ژبی کارولوسره ددولت پر ځینو مسوولینو باندی نیوکه کوی.

دنی دفتر یو ځل بیا د افغانستان دحکومت څخه غواړی چی په خپل ټول وس او توان د یپه کار یوسی او داحمد سعیدی پرځان برید کوونکی ونیسی او دعدالت منګلو ته دی وسپاری .مخکی لدی هم سعیدی د هغه امنیتی ګواښونو په هکله چی ددی ځان ته متوجه وه د رسنیو او امنیتی مسوولانو سره شریک کړی وه .