دطالبانو دډلی خبرداری چی غواړی رسني او خبریالان خپله موخه وګرزوی درسنیزی کورني د اندیښني سبب شوی دی . پداسی حالاتو کی نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دملی یووالی حکومت څخه غوښتنه کوی چی یو ځل بیا خپل رسمی دریځ او ژمنتیا درسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ په موخه اعلان کړی.

د نی اجرایی رئیس عبدالمجیب خلوتگروایی : « رسنی  د افغانستان د قوانینو پراساس نشرات لری  اودافغانستان  قوانین داساسی قانون ددوهمی  مادی پراساس ددین خلاف نه شی کیدای چی وضع شی. اوس چی رسني او خبریالان د جدی خطرسره مخ دی ، حکومت باید یوځل بیا درسنیو دامنیت په موخه خپل رسمی ژمنه او عملی پروګرامونه وړاندی کړی .»

د طالبانو ډلی ، دوشنبه (د سرطان په ۳) دیوی اعلامی  په ترځ کی خبرداری ورکړی که دافغانستان رسنۍ تر یوی اونۍ پوری خپل هغه سوداکریز اعلانونه  چی دطالبانو پر ضد خپریږی،  لاس وانه خلی ددی ډلی موخه به وګرځی . د طالبانو په اعلامیه کی راغلی دی چی دافغانستان رسنی  په خپل سوداګریز اعلانونو کی جهاد، مجاهدین او طالبانو ته بد او رد (ښکنځل ) کوی  او هغوی  بدنامه کوی .