دطالبانو اړونده سایتِ په یوه  اعلامیه چی د ۱۳۹۷ کال دغبرګولی په  ۲۲ رسنیو او رسنیز بنسټونه ګواښلی دی .

وروسته له هغه چی په غزنی ولایت کی د ” شریعت غږ” رادیو دبهرنیو ځواکونو له خوا بمبارد شوه دطالبانو ډلی په یوه اعلامیه کی درسنیو ملاتړی بنسټونو ته ګواښ کړی او خبرداری ورکړی که چیری داعمل تکرار شی رسنی او دهغوی ملاتړی خپل موخی وګرزوی .

نی د افغانستان حکومت څخه غواړی چی رسنیزی ټولنی ته  دی وضاحت ورکړی ،چی پررسنوی باندی دطالبانو ددی احتمالی ګواښونو دمخنیوی په موخه کومی کړنۍ تر سره کړی دی ؟

د نی دفتر تل دافغانستان حکومت څخه غوښتی دی چی  باید درسنوی دامنیت په  موخه  یو لړ مخکنی کړنی تر لاس لاندی ولری . دنی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وویل: ” پر رسنیو باندی برید، جګړیز  جنایت شمیرل کیږی ، دطالبان ډله په تیرو کی پر رسنیو او خبریالانو په برید کی هیڅ ډول اصول او بشری حقونو ته  ژمن نه دی نو ځکه دافغانستان حکومت باید دخبریالانو ،رسنیو او رسنیزو تاسیساتو دساتنی په موخه ځینی مخکنی کړنی یا اقدامات په لاس کی ولری.”

وروسته له هغه چی د “صدای شریعت” په هکله چی د غزنی، زابل، او قندهار، ولایت کی نشرات لری دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ دفتر دی دیوی رسمی اعلامیی په ترځ کی دافغانستان ددولت څخه  وغوښتل چی ددی رسنیو د نشراتو مخه دی ونیول شی . نی په هغه وخت کی د تخنیکی لحاظه ویلی وه  چی  باید خالی فریکونسی‌دنورو رادیوګانو له خوا ونیول شی چی طالبان ونه کولای شی  د موجوده فریکونسی‌ څخه  چی دافغانستان دخلکو شتمنی ده ګټه واخلی درپوټونو پر اساس دطالبانو په اصطلاح  “د شریعت غږ” رادیو پر هغه تبلیغاتو استواره ده  چی په هغه کی د طالبانو داسی خپرونی شامل  دی چی خلک  نوموړی ډلی ته راجذب کړی .