نی د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړکونکی اداره یر رسنیو باندی برید غندی ، او د افغانستاندولت او ملګروملتونو د سازمان څخه غواړیترڅو دا ډول بریدونه پر رسنیو باندی جنګی جنایت په عنوان ثبت کړی.

د چهار شنبه په ورخ مخکی له غرمی د انعکاس سیمیزی رادیود جلال آباد په ښار کی د یو بم دچاودیدو موخه وګرځیده چی خوشبختانه خسارات کوم مالی او جانی زیان یی نه درلود. ددی سمیزی رادیو دمسوولانو پر وینا ، دری خپل جوړشوی بمونه درادیو په دروازه کی ځای پر ځای شوی چی دوه بمه یی وچاودیدل او دریم د پولیس له لوری کشف او خنثی شول .

په کومه ودانی چی د انعکاس رادیو نشرات درلودل ، د تلویزونو دکیبلی شبکی دفترو نو دننګرهار ولایت د خبریالانو داتحادیی او دیو شمیر نورو ورځپانو دفترونو هم دی .

مخکی لدی د شرق درادیو تلویزون دفترونه ، د کلید رادیو ولایتی دفتر ، د پژواک خبری آژانس هم د جلال آباد په ښار کی دبریدونو موخه ګرځیدلی وه او مالی خسارات هم منځ ته راوړی وه خو دا لومړی ځل دی چی پر رانعکاس رادیو باندی برید صورت مومی .

د ننگرهارپه ولایت کی محلی چارواکی مخکی لدی اطمینان ورکړی و چی پر رسنیو باندی برید کونکی ډلی به وپیژنی او دقانون منګلو ته به یی سپاری ، خو څرنګه چی لیدل کیږی دننګرهار ولایت چارواکو په خپلو ژمنو باندی عمل ندی کړی چی په خپل دی کار سره یی دلازیاتو بریدونو زمینه برابره کړی ده .

دبیان دآزادی دښمنان باید پوه شی چی په خپل دی ترهګرو کړنو سره نشی کولای چی په هیواد د بیان دازادی مخه ونیسی ، ځکه چی نن دبیان ازادی په یوه ملی ارزښت باندی بدل شو ی دی .

د نی دفتر د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ د ننگرهار ولایت د چارواکو څخه غواړی چی ترڅو داځل هر څه ژر لاس په کار شی ددی بم ایښودنی عاملان وپیژنی او دقانون منګلو ته به یی سپاری.