پدی وروستیو کی دبدخشان او دایکندی ولایتونو خبریالانو په یوه اعتراضی حرکت کی دحکومت خبرونوخپرول تحریم کړل .

دبدخشان سیمیزو خبریالانو د رسنیو دڅار دفتر ته وویل، حکومتی مسوولانو دوی ته دځواب او معلوماتونه ورکولو په خاطر دحکومت فعالیتونو دنه خپریدو پریکړه کړی او دسیمیز حکومت دفعالیتونو انعکاس یی په رسنیو کی تحریم کړی دی. هغوی په یوه اعتراضیه ناسته کی دپریکړه لیک په صادرولو سره پدی ولایت کی د خبریالی کار وضعیت  داندیښنی وړ وباله  او دخبریالانو دحقونو دمدافع بنسټونو څخه غواړی چی دخبریالانو اندیښنو ته پاملرنه وکړی .

په همدی حال کی د دایکندی خبریالانو هم په ورته یو اعتراضی حرکت سره اعلان وکړ چی وروسته لدی به هغوی دحکومت  په اړه خبرونه نه خپروی ددایکندی ولایت یو خبریال دنی درسنیو دڅار دفتر ته په یوه تلیفونی اړیکه کی وویل : ” ددی ولایت سیمیز حکومت تل د ویری ، وحشت، سپکاوی او توهین دفضای په جوړولو سره دحقیقتونو دپټولو په خاطر هڅه کړی ده . ”

د دایکندی خبریالانو وروسته له هغه چی دنفوس داحوال دثبت د اداری د سرپرست له خوا په یوه خبری ناسته کی  دنیلی په ښار کی ورته سپکاوی وشو اعلان وکړ چی خپل اړیکه  یی دحکومت سره پری کړی ده .

نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره په دی باور ده چی دخبریالی بنسټونه دا حق لری چی په مدنی حرکاتو سره دحکم  ّه نه منلو باندی لاس پوری کړی چی دتحریم سبب شی .خو دا کار نباید د معلوماتود ازاد څرخ ته زیان ورسوی څکه د معلوماتو ازاد څرخ  ته زیان د اساسی قانون او معلوماتو ته دلاسرسی  دقانون خلاف دی . دافغانستان حکومت ‌باید دا زمینه برابره نکړی ترڅو خبری ارگانونه  دسیمیزو خبرونو په تحریم لاس پوری کړی . و لی که چیری داسی وشی اصلی ګرم خپله  حکومت شمیرل کیږی.

باید یادونه وشی چی پدی وروستیو کی معلوماتو ته لاسرسی وروسته له امنیت څخه دیوی ستونزی او جدی ننګونی په حیث دمعلوماتو ورکولو په لاره کی دیو خنډ په توګه  په افغانستان کی مطرح دی .