په ۱۳۹۴ کال کی ۱۱۶ دتاوتریخوالی مورده د خبریالانو پر وړاندی تر سره شوی دی .

د رسنیو دڅار درپوټ پر اساس په ۱۳۹۴ شمسی کال کی ۱۲ خبریالان او درسنیو کار کوونکی په شهادت رسیدلی دی ، ۲۳ خبریالان ټپی شوی او ۲ نور په همدی کال کی دطالبانو له خوا په موقتی ډول برهمته شوی دی او ۱ بل تن هم دحکومت له لوری نیول شوی دی . ۱۵ خبریاله وهل شوی دی اویا دناوړه قصد سره مخ شوی دی .او ۶۳ نور بیا په همدی کال کی دګواښ او سپکاوی لاندی راغلی دی .

یما بهروز، د بدخشان په ولایت کی آزاد د خبریال لومړنی قربانی په کال۱۳۹۴کی و چی دوسله والو کسانو دشپی له خوا دکور ددروازی چاته ورته بم ایښی و او نوموړی یی په شهادت ورسید.

ذبیح الله پشتونیار، درسنی دوهم شهید و ، هغه لدی چی ژوند یی دفقر سره مخ واو دشپی له خوا د بی پولی داکټرانو په روغتون کی د ګارد یا ساتونکی دنده تر سره کوله . کله چی د قندوز ښار د ویره اچوونکو لاس ته ولوید ؛ د نړیوالو ځواکونو د بمبار ی پر مهال په روغتون کی ځان له لاسه ورکړ .

امان الله عطایی، دآسیا تلویزونی شبکی رئیس دسږکال د قربانیانو څخه و هغه د لیندی دمیاشتی په ۹ د ناشناختو کسانو د دډزو په پایله کی له منځه لاړ اووژل شو.

دمرغومی میاشتی پر دیرشمه دطلوع تلویزون دکارکونکو پر یوه موټر باندی د برید له امله ۷ تنه د طلوع تلویزون کارکوونکی په شهادت رسیدلی دی او ۲۰ تنه نور ټپیان شول .

زبیر خاکسار، د ننګرهار ولایت دملی تلویزون خبریال دسلواغی پر ۹کله چی د سره رود ولسوالی څخه دجلال اباد پّ لوری روان و دلاری په اوږدو کی دوسله والو له خوا د ګولی په ویشتلو سره شهادت ته ورسید.

او فیروز مظفری، یو تن دخبری عکاسانویعنیPhoto journalist څخه چی دخپلی کشورسره غوښتا اروپا ته ګډه وکړی دیونات او ترکیی په اوبو کی غرق شول نوموړی د خپل کورنی یو شمیر غړو سره خپل ژون دلاسه ورکړ.

په ۱۳۹۴ههشمسی کال کی ، زیادترین تاوتریخوالی دوژنو او ټپیانو په شمول ، ۶۴مورد دطالبانورله خوا ، ۲۶ مورده دافغانستان ددولت له خوا او ۲۱ موردهد ناشناخته کسانو له خوا او یو مورد هم دنړیړالو ځواکونو له خوا تر سره شوی دی .

۲

په تیر کال کی هم یعنی (۱۳۹۴) ۱۱۶ مورده تاوتریخوالی دخبریالانو له خوا تر سره شوی دی ، خو کوم توپیر چی وجود لری هغه دادی چی په ( ۱۳۹۳)ګالکی ۶ تنه خبریالانو خپل ژوند دلاسه ورکړی و، په داسی حال کی چی په ۱۳۹۴ کال کی د آزادی په لاره کی شهیدانو شمیره دوه برابره (۱۲) خبریالانو ته زیاتوالی موندلی دی .

همدارنګه په ۱۳۹۴ کال کی ، دخبریالانو پر وړاندی قصدی بریدونه زیاتوالی موندلی دی چی د هغه شمیری څخه مستقیم بریدونه او ګواښونه دطلوع او یک پر تلویزون او ټولو رسنیو دطالبانو له لوری ددی واقعیت څرګندوی دی .

همدارنګه په ۱۳۹۴ کال کی د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو ډلیز تیشتی او مهاجرت په افغانستان کی یوبله ستونزه وه چی دبیان ازادی ته یی زیان ورساوه .یو زیات شمیر خبریالان سږکال دامنیت د نه شتون ، بی روزګاری، ناڅرګنده راتلونکی او دنا امنیو پراختیا، دمالی فساد پراختیا د نورو وګړو تر خوا یو شمیر رسنیز کارکونکی او خبریالان هم د خطرونه په منلو سره هیواد خوشی کړی او مهاجرتونو ته یی مخه کړی ده .

صدیق الله توحیدی، دنی ددفتر درسنیو دڅار دبرخی رئیس په یوه خبری غونډه کی چی ددی رپوټ دخپرولو په موخه جوړ شوی وه دحکومت څخه وغکه بخاطر ارایۀ این گزارش برگزار شده بود، از حکومت خواست تا حکومت افغانستان به خبرنگاران و کارمندان وغوښتل چی دوی ته اطمینان ورکړی چی ددوی ځانونه په خطر کی نه دی او په هیواد کی پاتی شی .

د خبریالانو او او رسنیزو کارکوونکو خپل منځی ستونزی هم ددی کال په جریان کی په څرګند ډول سره لیدل کیږی .سره لدی چی د خصوصی رسنیو د تاسیس او دفعالیت دڅرګنوالی په اړه مقرره دافغانستان د کابینی له خوا تصویب او په رسمی جریده کی خپره شوه او اوس هم نافذه ده، خو بیا هم دا ستونزه په ځینو رسنیو او بنسټونو کی لیدل کیږی او پدی برخه کی شکایتونه موجود دی .

ښاغلی توحیدی داطلاعاتو او کلتور وزارت څخه وغوښتل چی ددی مقرره په تطبیق کی په خصوصی رسنیو کی له منځه یوسی او دکومو ستونزو سره چی رسنیز کارکونکی او خبریالان مخ دی هغه رفع کړی.

۳

د ښځینه کارکوونکو کموالی یو بله ستونزه ده چی په ۱۳۹۴ کال کی رسنیزه ټولنه دهغه سره مخ دی او دوی یی خواشینی کړی دی . وروسته له هغه چی بی امنیتی ښارونو او کلیو کی زیاتوالی ومونداو دقندوز د ښار را پرزول د طالبو ویره اچونکو له لوری ا دراتلونکی باندی باورو نه درلودل یو شمیر زیاتو ښځینه ګارکوونکو د رسنیزو کارونه څخه لاس په سر شوی او په کورونو کی کیناستل .

په۱۳۹۴لمریز کال کی ، وروسته له هغه چی پر خبریالانو باندی یو مخیز بریدونه زیاتوالی وموند ، دافغانستان دولت د خبریالی د ټولنو او د ژورنالیستانو د فدراسیون په غوښتنه، دولت دی ته اړیوست چی د ژورنالیستانو د دوسیو د څیړنو کمیسیون جوړ کړی .دخبریالانو ددوسیو څیړلو کار د ۱۳۸۱ کال راهسی ددی کمیسیون د عمده کارونو څخه شمیرل کیده چی د هغه څیړل اوس پیل شوی دی .

صدیق الله توحیدی، د رسنیو دڅار ددفتر رئیس ددی رپوټ د ارایه کولو پر مهال وویل چی ۱۳۹۴ کال خبریالانو یو خونړی کال او هم دافغانستان د بیان دآزادی ته یی یو دتاوتریخوالی ډک کال وباله .

د رسنیو دڅار دفتر د حکومت څخه وغوښتل ترڅو د خبریالانواو رسنیو دامنیت دځانی او هم دندی دتامین په موخه خپل رسنیز او عملی هڅی تر سره کړی.

او دملی یووالی دحکومت څخه غواړی چی اجازه ور نکړی چی ۱۳۹۴ کال یو ځل بیا تکرار شی .

موږ همدارنګه دافغانستان د اسلامی جمهوری څخه غواړو ترڅو په سالمو پروګرامونواو دفساد سره جدی مبارزه او د وګړو دځان او دندو او په تیره بیا د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو او دځانو کادرونو د تیښتی مخه ونیسی او اجازه ورنکړی چی دافغانستان یوازینی لاس ته راوړنه دکدر دکمښت سره مخ شی او دبیان آزادی په هیواد کی زیان ووینی .

دافغانستان اسلامی جمهوری دولت کولای شی دخبریالانو کورنیو ته اطمینان ورکړی چی د هغوی ځانونه یی په خطر کی نه دی، هم دافغانستان دبیان دازادی څخه ساتنه وکړی او هم ددولت اعتبار او حیثیت وساتی .