څیړنیز رپوټ چی دنی په دفتر کی جوړ شوی دی ، ددی ښکارندوی دی چی درسنیو د خبریالانو او کارکونکو حقوق او امتیازات درسنیو دخاوندانو له خو ا تر پښو لاندی کیږی.
ددی څیړنیز رپوټ پراساس، د هیڅ رسنۍ خبریال او کارکونکی خپل حقوق دټولنیزو رسنیو دفعالیت د تاسیس دطرز او مقرری پر اساس په بشپړه توګه نه ترلاسه کوی
دا رپوټ درسنیو دڅار دلس ګونو رپوټونو ، درسنیو د خبریالانواو رسنیز کارکونکو د کتبی شکایتونو پر اساس د ۱۳۸۱ کال څخه بیا د ۱۳۹۶کال د لړم ترمیاشتی پوری او همدارنګه د سروی پر اساس جوړ شوی دی .
پدی تحلیلی او څیړنیز رپوټ کی دخبریالانو او درسنیو دکارکونکو په خپل ادارو کی د حقونو او امیتازاتو او او دکار ډول او قراردادونو د تړلو اړوند دارزونی لاندی نیول شوی او عقد شوی دی .
د قراردادونو نه تړل ، دمعاش نه ورکول پر خپل وخت او زمان د تقاعدی د حقوقو نه درلودل د قانونی رخصتیو نه درلودل ، پرته له دلیل نه خبریال د کار ایستل ، دخبریالانو په مسلکی رسنیزو کارونو کی د مدیرانو او د رسنیو د مالکانو لاسوهنه چی دا دټولنیزو رسنیو د فعالیت دتاسیس دطرز دمقرری رغنده او ښکاره موارد دی چی پدی رپوټ کی د هغه په باره کی بحث شوی دی .
دا رپوټ همدارنګه ؛ د هغه رسنیز خبریالانو او کارکونکو اړوند چی میاشتنی حقوق یی پر خپل وخت او زمان باندی نه ورکولو کیږی ، هغه خبریالان چی د قانونی رخصتیو څخه ګټه نه شی اخیستی او یا پرخپل کاری قراردادونو باندی لاسرسی نه لری ځانکړی کوی .
دنی دفتر دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دپورته مواردو نقض او تر پښو لاندی کول، و رسنیز صنعت ته زیان بولی او درسنیو د مدیرانو او خاوندانو څخه غواړی ترڅو دخبریالانو دا جدی ستونزی ته رسیدنه وکړی او ددی نه زیات دبیان آزادی ته دزیان رسیدو څخه مخنیوی وکړی .
د افغانستان اسلامی جمهوری دولت هم مکلف دی ترڅو دټولنیزو خصوصی رسنیو دفعالیت د تاسیس دطرز او مقرری دتطبیق په موخه او هم دکارد قانون پراساس، رسنی ددی ناوړه حالت څخه وساتی