دنی دفتر دهغه وضعیت څخه اندیښنه لری کوم چی دطالبانو غوښټنه ده چی دسولی خبری دتړلو دروازو ترشا باید ترسره شی چی دتړلو دروازو ترشا مذاکرات دافغانستان دخلکو غوښتنه نده او دافغانستان لپاره دمنلو وړه نده.

دسولی په مشورتی جرګه کی ټولوګډون کونکو په یوه آواز سره وغوښتل چی هغه څه چی په مذاکراتو کی پیښیږی دهغه څخه ټول خلک باید خبر شی.

د طالبانو غوښتنه دافغانستان دنافذه قوانینو پر خلاف ده، دنی دفتر دنړیوالو سازمانونو له  هغه جملی دملګرو ملتونو نړیوال سازمان، داروپا اتحادیه او همدارنکه دامریکی دمتحده ایالاتو څخه غواړی دقطر پرهیواد باندی فشار وارد کړی  ترڅو خبریالانوته  د ویزی د صدور زمینه برابره کړی.

نی پدی باور دي  چی د هری کړنۍ  مشروعیت دخلکو په رضایت اوخوښی کی ترلاسه کیږی، دنی  په باو چی دتړلو دروازو ترشا مذاکرات دافغانستان دخلکو ته مشروعیت نه لری او دمنلو وړه ندی.