نی دافغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکی اداره سره لدی چی دافغانستان دملی وحدت څخه ملاتړ کوی دنوی حکومت څخه غواړی ترڅو د رسنیو دکار په اړوند دغه لاندی پړاونه باید په نظر کی ونیول شی.

۱ دتولنیزو رسنیو کمیسیون دی ډیر ژر جوړ شی.
۲-اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون هر څه ژر تصویب او توشیح شی.
۳-دخبریالانو دقتل او تاوتریخوالی دوسیی دی دی په ټینګه وڅیړل شی.
۴- دخبریالانو ځانی امنیت ساتل دی دخپلو کارونو په لومړیتوبونو کی شامل کړی.
۵-دملی تلویزون دخپلواکی په هکله باید اقدام وشی.
۶- کارپوهه خلک دی دکار په راس کی قرار ولری.
۷- داطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په انتخاب کی د خبریالانو نظر واخیستل شی.
۸- ددولتی سکتور تداخل دی درسنیو په کار کی له منځه یوسی.
۹- درسنیو انتقادی مطالب او رپوټونه دی وڅیړل شی او دهغه په اصلاح کی دی دولتی ارګانونه اقدام وکړی.
همدارنګه چی ولسمشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی او داکتر عبدالله عبدالله دافغانستان د اسلامی جمهوری اجراییه ریس ، په خپلو لومړیو ویناګانو کی ورود لوړی د مراسمو څخه داداری فساد پر ضد مبارزه په لومړنیو کارونه څخه اعلان کړه نی دافغانستان دخپلواکو رسنیو دملاتړ اداری هم درسنیو او خبریالانو څحخه غواړی تر څو د ادری فساد پر ضد په مبارزه کی او د شی حکومتداری په موخه دا لاندی مراتب خپل د ورځنی دکارونو په لومړیتوبونو کی شامل کړی.
۱.مستند او مستدل رپوټونه داداری فساد ،قانون ماتونی، او دقانون نه دتښتی په باره جوړ او وڅاری.
۲. رسنی باید د اداری فساد پرضد او دفاسدو دولتی څیرو د افشا په موخه څیړنیز رپوټونه جوړ کړی.
۳. دهیواد رسنی دی دمعیاری ګارونو سره هڅه وکړی پټ حقایق بربنډ او چارواکی خپل مسولیتونو ته متوجه کړی.
رسانه ها باید در زمینه های فساد اداری و افشای چهره های فاسد حکومتی گزارش های تحقیقی تهیه ونشر نمایند؛
۴. رسنی نباید د اطلاع رسولو په کار کی دیو ځانګړی خوا څخه پلوی وکړی.
لوړو برخو ته په پاملرنی سره رسنی او خبریالان د خلکو او دولت په څنګ کی وی او درسنیو د سکتور او نورودولتی ارګانونو ترمنځ دهمکاری ښه زمینه برابره شی.