دافغانستان د نی دفتر چی د آزادو رسنیو ملاتړ اداره ده دهغه معلوماتو پر اساس چی یی لاس ته راوړی دا ښیی چی د خلافت په نامه رادیو دمسوولینو د غوښتنی باوجودچی باید خپرونی یی ودریږی ،لاتراوسه نشرات لری .

د نی عمومی رئیسعبدالمجیب خلوتگر،وویل :” ددی رادیو نشرات که له یوی خوا ودخلکو ذهنیت دهیوادپه شرق کی ګډوډوی دبلی لوری دایو ګواښ د یټولو وګړو ته په تیره بیا خبریالانو ته پدی سیمی کی .”

دبل پلوه په ننګرهار کی د رسنیو مسوولین وایی تش به نامه د خلافت دآواز رادیو په مستقیم ډول هغوی ته ګواښ کوی چی داموضوع له یوی خوا دافغانستان واکمنی تر پوښتنی لاندی راولی او دبلی خوا مستقیم او نیغ په نیغه دبیان ازادی او رسنیو ته ګواش دی .

دافغانستان داساسی قانون د ۳۴ مادی پر اساس ؛ دولت مکلف دی چی د بیان دآزادی څخه ملاتړ وکړی .اوالزاما مکلف دی چی دنوموړی رادیو نشرات په هر ډول چی کیږی ودروی او دافغانستان له خلکو لپاره او په تیره بیا دهیواد دشرق اوسیدونکو ته دا اطمینان ورکړی چی هیڅوک نشی کولای چی خپل ضد انسانی نظرونه دلته ترویج کړی.