دافغانستان دمخابراتو  دمعلوماتی تکنالوژی وزیر په یوه مرکه کی دبی بی سی دپارسی تلویزون سره په مرکه کی ویلی چی دملی یووالی حکومت تصمیم  نیولی ترڅو دانترنت د محودیت په موخه یو لړ کړني ترلاس لاندی ونیسی . شهزاد آریوبی پدی مرکه کی وایی : «موږ انترنت لاسرسی سیمیز کړ او اوس کولای شو چی هر شی چی وغواړو فلتر کړو او هر هغه څه چی ورته اړتیا نشته او دافغانستان په ضرر دی او زموږ دکلتور په ضرر وی کولای هغه وتړو.»

دنی دفتر په باور چی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده دایو داندیښنی وړ اقدام دی  پدی باور دی چی دافغانستان د ملی یووالی حکومت په څو وروستیو کلونوکی دبیان دآزادی په موخه تر سره کوی .

نی داخبری چی دافغانستان داساسی قانون د۳۴ مادی خلاف چی په هغه کی دبیان ازادی تسجیل شوی دی بولی .

موږ یقین لرو چی دداډول نظرونو بیان دنظام د مستبد کیدو لومړی ګام دی نو ځکه نی دحکومت څخه غواړی چی ترڅو څرګنده کړی .چی دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی دوزیر دا څرګندونۍ دکوم آدرس څخه مطرح شوی دی او دحکومت حقیقی سیاست دانترنت څخه دګټی اخیستني په موخه څه شیدی؟

همدارنګه دولت باید دمخابراتو وزارت پوه کړی اشخاص په هر مقام چی وی نه شی کولای ددولت له ادرس څخه دقانون پرخلاف خبری وکړی .

نی همدارنکه دبیان دآزادی دنړیوالو ملاتړو څخه غواړی چی درسمی او قانونی زور اچونی او فشارونو له لاری ددی هیواد حکومت خپل ژمنو پر وړاندی ځواب ویونکی وساتی .