ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو ته رای ورکول نن دسهار پر ۷بجی دټاکنو خپلواک کمیسیون د ریس ډاکتر محمد یوسف نورستانی په رای اچونی سره په رسمی توګه پیل شو. ښاغلی نورستانی ورسته له رای اچونی خبرنګارانو ته وویل خلک باید پر خپل پراخ حضور سره خپل راتلوونکی زعیم انتخاب کړی. ده له ټولو هغه کسانو څخه چی درای ورکولو شرایط ولری وغوښتل چی دټاکنو په دوهم پړاو کی ګډون وکړی.
همدارنګه یی زیاته کړه : وګړو هر هغه څوک چی د تقلب په حالت کی وینی که هغه د ټاکنو دکمیسون دکارکونکو څخه وی او یاهم نور کسان وی باید دټاکنو مرکزی کمسیون ته خبر ورکړی.
عبدالروف ابراهیمی د ولسی جرګی مشر د خلکو څخه وغوښتل ترځو په خپل پراخ ګډون سره د هیواد رتلوونکی ولسمشر وټاکی.
د ولایاتو څخه رارسیدلی رپوټونه وایی چی په اکثرو ولایتونو کی دخلکو حضور پراخ دی او دبادغیس په ولایت کی تر نارینو د ښځو حضور ډیر دی.
ډاکتر عبدالله عبدالله ریاست جمهوری ته نوماند د استقلال لیسی ته د رای اچونی په موخه تللی و او همدارنګه داکتر اشرف غنی احمدزی ریاست جمهوری ته بل نوماند هم خپله رایه دحبییی په لیسه کی وکارول.
د رسیدو رپوټونو پراساس دداکتر اشرف غنی احمدزی او د هغه مرستیالانو عکسونه دشبرغان ښار د رای اچونی په یو مرکز کی ځوړند شوی دی خو د ښاغلی احمدزی ناظرین وایی چی دا عکس باید د کمیسیون کارمندانو لیری کړی وای .
تر اوسه پوری د رای اچونی پاڼو د کمښت او غټی ترهګری پیښی څخه رپوټ ندی ورکړل شوی.
دقندهار په ناامن ولایت کی د خلکو پراخ ګډون په رای ورکولو په پروسه کی د ملاحظه وړدی.