نی چی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ کوونکی اداره ده د خورشید دتلویزون دخبریال وهل ټکول یی په کلکه غندلی دی او ددی قضیه دعاملینو دته دجزا ورکولو غوښتونکی دی.
نن ښاغلی نوراقا پاییز، د خورشید دتلویزون د سهارنی دخپرونی مجری کله چی په خپل شخصی موتر کی دخپلی کورنی سره غوښتل دکابل ښار دیوسړک څخه تیر شی د امنیتی ځواکونو له خوا دورل کیږی او ورورسته له یوه لفظی شخړی وروسته دوهلو ټکولو لاندی راځی.
دنیدفتر پدی باور دی چی دخبریالانو وهل په هر دلیل چی وی ، دخبریالانو پروړاندی تاوتریخوالی شمیرل کیږی او دافغانستان د اساسی قانون سره سم .جرم شمیرل کیږی؟
دولتی چارواکی په تیره بیا امنیتی ځواکونه باید د قانون په رعایت کولو کی نوروته یو ښه مثال اوسی. ترڅو نور د هغوی څخه زده کړی او قانون ته احترام وکړی. دخپل دندی څخه هر ډول ناوړه ګټه اخیستنه دقانون حاکمیت ته سپکاوی دی او هیواد دقانون څخه دتیښتی خواته بیایی.
دنی دفتر د هیواد دامنیتی چارواکو څخه غواړی چی ددی قضیی دعاملینو دپیژندنی صادر کړی او دهغوی دڅارولو قانونی او قاطع امر ورکړی ترڅو د ددولت اراده دبیان دازادی څخه ددفاع په موخه تحقق پیداکړی او نور دولتی چارواکی ونشی کړای چی ددولت دنامه څخه په ګټه اخیستنی سره دخبریالانو پروړاندی هر ډول زورزیاتی روا او جایز وګڼی.
دبل بلوه ، دا اداره د خبریالانو څخه غواړی چی امنیتی تدابیرو ته احترام وکړی ، ترڅو دداسی پیښو دتکرار څخه مخنیوی وشی.