داصلاح دورځپاڼی مسوول داد محمد عنابی چی د افغانستان درسنیزی ټولنی دمخکښانوو څخه دی دکوید 19 دناروغی له امله خبل ژوند له لاسه ورکړ. ښاغلی عنابی نامتو، دپوهی خاوند  او دیو ځانګړی فکری  خط درلودونکی و.

د کرونا ناروغی  د 1000 نه ډیر رسنیز کارکونکي اخته کړی دي اود ښاغلی عنابی مړینه  چی اوم رسنیز کارکونکی دي چی تر اوسه په رسمی ډول دهغه مړینه د کوید 19 دناروغی په صفت اعلان شوی ده.

دولت، رسنۍ، خبریالان او رسنیز کارکوکی باید یو بل ته لاسونه ورکړی  ترڅو په رسنیزی ټولنی  ددی ناروغی له امله دمړینو مخنیوی وشی .

نی په تاکید سره  تکراروی چی  دولت باید د قربانیانود کورنی  پاتی شونو ته چی په افغانستان کی د  کوید 19 ناروغی له امله مړه شوی دی، یوه بودجه‌  ځانګړي  او هغه په همیشنی توګه ورکړی.