نن سهار د خامه پرس خبری آژانس دامتیاز پرخاوند خشنود نبیزاده،چی په عین وخت کی دسولی په چارو کی د دولت وزارت د دفتر د رئیس په توګه دنده تر سره کوی، د لسمی ناحیه پوری اړوند ه د شهید په څلور لاری کی دیو ځای پر ځای شوی مین موخه وګرځید.
ښاغلی نبیزاده نی دافغانستان د ازادو رسنیودملاتړاداری دڅار دفتر ته وویل:” په خوښی سره پدی پیښه کی چاته زیان نه دی رسیدلی.” دکابل دامنیه قومندانی ویاند فردوس فرامرز ویاند داپیښه دخپل فیسبوک په پاڼه کی تایید کړی ده” .
هغه څه چی مهم دي هغه دحکومت بیکاره ګی او دخبریالانو دامنیت دساتلو بی ځایه ژمنی دي . رسنیزه ټولنه نور دمقناطیسی ماینونو او هغه ورته نورو موخیزو بریدونو زغم نه لری موږ هیله مند یو چی افغانستان حکومت اوامنیتی ارګانونه ته یی څنګه چی ژمنه کړی و دخبریالانو ټولنی ته یی وړاندي کړي.
نی په دی باور دی کله چی امنیتی لارښود رسنیز سکتور ته ارایه شی، رسنۍ کولای شی دهغه پر اساس امنیتی پالیسی جوړه او هغه ته وده ورکړی. د امنیتی پالیسی د ودی په رڼا کی به، رسنی او خبریالی ټولنی ته به دګواښونو اودقربانی کچه کی کمښت راشي.