سوله د افغانستان دخلکو یو اړین خواست اوغوښتنه ده خلک سولی ته درسیدو په موخه کلونه کیږی چی قربانی ورکوی . پدی وروستیو کی څرنګه چی لیدل کیږی سوله دافغانستان د مرسته کونکو هیوادونو له لوری په تیره بیا  دامریکی دمتحده ایالاتو په خپل لومړیتوبونو کی ځای ورکړی دی . پدی وروستیو ورځو کی دامریکا د بهرنیو چارو  وزارت  دسولی په برخه  کی استازی،  ډاکتر زلمی خلیل‌زاد، دطالبانو دمشرانو سره یو شمیر ناستی دقظر دوحه‌ په ښار کی تر سره کړی دی  دښاغلی  خلیل‌زاد پر وینا یو لړ پرمختګونه منخ ته راغلی دی . دبل پلوه هغه څه ته په پاملرنی سره چی ویل شوی دی، دخلکو  اندیښنی دیو لړ اساسی ارزښتونو په اړه چی دسولی د پایلو په هکله شتون لری. د نی په وړاندی دا اندیښنی د بشری حقونو او په تیره بیا دبیان دازادی دڅرنګوالی په اړه موجود دی ،نی اندیښنه لری چی دسولی په خبرو کی دبیان آزادی  قربانی نه شی  ازادی رسنی محدودی نه شی او پدی ۱۷ کلونو کی  چی کوم پرمختګونه تر لاسه شوی دی له منخه لاړ شی . نی  دعدالت غوښتنی دیو پرمخ تللی ارګان په صفت  دبیان دازادی او په رسنیز سکتور کی  اړینه بولی خپل وړاندیز په لاندی ډول دواړو خواته چی دسولی په پروسه کی بوخت دی ارائه کوی :

  1. دبیان آزادی ته  دیو ارزشتمند ټکی په حیث په هر ډول سند کی چی دسولی خبری بلل کیږی باید ځای ورکړل شی
  2. دسولی دخبرو په پای کی چی سوله باندی پای ته رسیږی ، باید دبیا ن دازادی او رسنیو دملاتړ په موخه یو ځانکړی او مشخص تضمین دافغانستان رسنیزو ټولنو ته ارایه شی .
  3. رسنی باید دسولی دخبرو په لړ کی دهغه جزییات په هکله ، چی دسولی دخبرو دپروسی د خند سبب  ونه ګرځی  پوه او خبر شی .
  4. د خبریالانو او رسنیو پر وړاندی وژنکی او د تاوتریخوالی عاملین نباید دسولی په هوکړی لیکونو کی وبخښل شی اوهم‌ د افغانستان حکومت او هم  ښکیل غاړی دسولی په پروسه کی  باید دا مسئله په نظر کی ونیسی  .