په ډیره خواشینی سره مو دتخار ولایت د همصدا رادیو دوتنو خبریالانوهر یو ښاغلي آریا او رحیم الله دشهادت خبر واوریدی د راپورونو پر اساس د (سه شنبه ورځ د سلواغی ۱۶) ناشناخته وسه وال کسانو د همصدا سیمیزی رادیو ته چی د تخار مرکز د تالقانوپه ښار کی ده ننوتی دی او ددی رسنۍ دوه تنه خبریالان یی په شهادت رسولی او دسیمی څخه تښتیدلی دی .
ددی رادیو یو تن دمسوولینو څخه میرمن سيمين حسينى، د نی درسنیو دڅار دفتر ته ویلی دی چی مخکی دا رادیو دکوم ګواښ سره مخ نه وه او هغی ددی پیښی څخه سخت ټکان خوړلی .
دمیرمن حسينى پر وینا ، هغه نه پوهیږی چی ددی خبریالانو وژل د رادیو دنشراتو او خپرونو سره کومه اړیکی لری او نه .
نى په دی باور دی چی درسنیو دامنیت دتامین مسووليت دامنیتی ارګانونو او حکومت په غاړه دی او هر ډول زیان چی د امنيت دنه شتون له کبله پدی برخه کی وارد شوی دی نومړی بنسټونه او ارګانونه باید هغه ته ځواب ووایی .
كشفى او استخباراتي بنسټونه باید پدی لاره کی لاس په كار شی او دهغه پایلی باید رسنیزی ټولنی ته وښودل شی .
نى دافغانستان حكومت څخه غواړی چی پدی برخه کی خپل قانونی دندی تر سره کړی او ددی پیښی په اړه، اړین ځواب ارایه کړی .
داپه روان میلادی کال کی دخبریالانو دو ژنی دوهمه قضیه ده چی دڅلویشتو ورځو په کمه موده تر سره کیږی چی د درسنیو ددری تنو خبریالانو او کاروکونکی د وژل کیدو سبب ګرځی .