د نوامبر۲۱ دتلویزون دتلویزون د نړیوالی ورځی سره برابر ده چی په ډیرو هیوادونو کی ددی ورځی څخه لمانځنه کیږی، په ټولیزه توګه په افغانستان کی رسنی او په ځانګړی ډول تلویزون د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ دی نی چی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره ده ددی ورځی په پلمه کومی ستونزی چی د تلویزیونونو په تیره بیا دهیواد درسنیو پر وړاندی پراته دی داسی څیړی:

مالی ستونزی؛
تقریباً دهیواد ټول تلویزیونونه دمالی ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ له هغه ځایه چی تلویزیون‌ونه کوم ثابت مالی ملاتړی نه لری ، په یو شمیر ولایتونو کی ‌ تلویزیونونه دډیر زیات جدی ستونزو سره مخ دی داسی چی امکان لری تر راتلونکی څو میاشتو پوری ددی تلویزنونو څخه ځینی یی دفعالیت ولویږی دنی ددفتر موندنی داسی څرګندیږی هغه ارګانونه چی دتلویزون ته داعلان او نورو پروګرامونو په خاطر پیسی ورکوی . پر خپل وخت دهغوی پیسی نه ورکوی او دا ددی سبب شوی دی چی رسنۍ په تیره بیا تلویزونه ونکړای شی پرخپل وخت دخبریالانو او کارکونکو تنخواه پرخپل وخت ورکړی.
امنیتی ستونزی؛
وروسته د مالی ستونزو څخه، دافغانستان تلویزونونه ته دامنیت مساله یو دمهم ترینو ستونزو څخه دی چی په اکثرو ولایتونو کی ات. در اکثر د تلویزیون‌ونو دکار پر وړاندی یو ډول خنډ واقع کیږی . د امنیت، نه شتون خبریالانو او په تیر بیا ښځینه خبریالانو ته یو جدی اامنیتی ستونزه ده دحکومت دمخالف ډلو دفعال حضور له کبله ددی سبب شوی دی چی زیاتره خبریالان خپله ځانونه سانسوروی هغه څه چی په کاری محیط کی تیریږی ونه کړی شی چی په دقیق ډول معلومات رسونه وشی دبل پلوه یوازی په روان میلادی کال کی ۱۸ تنه خبریالان او رسنیز کارکونکی وژل شوی دی او د۱۵۰ تنه نور دتاوتریخوالی قضیی درسنیو دڅار په دفتر کی ثبت شوی دی.
معلوماتو ته نه لاسرسی او دمسوولینو دوه ګونی چلند
درسنیو دڅار په دفترثبت شوی شکایتونه ددی څرګندونه کوی چی وروسته له مالی او امنیتی ستونزو معلوماتو ته نه لاسرسی ‌د رسنیو دغټو ستونزو څخه په تیره بیا دتلویزون په برخه کی شمیرل کیږی
په هغه اندازه‌ چی امنیتی ستونزی رسنیو ته ستونزمن شوی دی په همدی اندازه رسنی او خبریالان په مرکز او ولایتونو کی معلوماتو ته دنه لاسرسی سره مخ دی . حکومتی مسوولان په تیره بیا سمییز مسوولین دمعلوماتو په ارایه کولو کی مرسته نه کوی رسنی وایی ؛ دغلطو معلوماتو وړاندی کول دحکومتی مسوولینو له خوا او دهغه نشر دتلویزون له لوری ددی سبب شوی دی چی خلک رسنیو پر وړاندی بی باوره شی . همدارنګه یو غټ شمیر ثبت شوی شکایتونه ددی څخه حکایت کوی چی دځینو رسنیو مسوولین درسنیو سره دوه ګونی چلند لری او اطلاعات نه شریک کوی.او معلومات یوازی دغټو او ملی رسنیو ته ورکوی او سیمیزو رسنیو ته پاملرنه نکوی .
دامنیتی، مالی اومعلوماتو ته د نه لاسرسی دستونزو علاوه بله ستونزه په تلویزونو کی دتلویزونو دسازمان په دننه ستونزی دی چی په یو جدی ستونزه بدل شوی دی دتلویزون کی دننه ستونزه دبیان دآزادی پر وړاندی تبدیل شوی دی ؛ خبریالان په رسنیو کی د ددی مصوونیت نه لری او معاش هم پر وخت نه ورکول کیږی او په ځینو حالاتو کی دمدیرانو او یاهم رسنیو خاوندانو دسپکاوی دچلند سره مخ کیږی درسنیو دڅار موندونی ښیی چی قراردادونه په ځینو تلویزونو کی کارونه دمدیرانو دسلیقی پراساس تنظیم کیږی چی په بشپړه توګه یوه لوری او درسنی دخاوند په ګټه ترتیب شوی دی .او دافغانستان دقانون خلاف کار دی .
باید وویل شی ؛ دملګرو ملتونو عمومی مجمع په ۱۹۹۶ میلادی کال کی دنوامبر پر ۲۱ د «د تلویزیون نړیوال ورځ » نوم ایښودل شوی دی او دهغه دلیل دهیوادونو ترغیب دتلویزونی پروګرامونو په تیره بیا دسولی دپراختیا، تولنیز او اقتصادی پراخوالی او دټولنی د کلتوری مسایلو پیاوړتیا جوړ شوی دی بللی دی.
نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره داړوندو ارګانونو څخه غواړی چی دګډو هڅو او کار او قانونی تګ لارو سره دافغانستان دتلویزونو د پر وړاندی دننګونو مخنیوی وشی .دحکومت باید درسنیو امنیت په تامین تضمین کړی او معلوماتو ته لاسرسی د قانون پراساس آسانه کړی او اړوند حکومتی ارګانونه باید ددی تر څنک چی درسنیو پر وړاندی خپل مسوولیتونه در رسنیو پر وړاندی ادا کړی او ځواب ویونکی وی ، درسنیو مدیران او خاوندان هم باید خپل مسوولیت د رسنیو او خبریالانو پر وړاندی دقانون پر اساس ځواب ویونکی قانونی کړی .