دا کتاب ـ چی پدی وختو کی په  نیویارک کی  چاپ ته رسیدلی دی ـ د۱۸ جنګی عکاسانود ژوند کاری برخلیک  په ټوله نړی کی دی . 

د کاناډا دتورنتوی دپوهنتون پروفسور آنتونی فینستین، او دکتاب لیکوال، د نی سره په خبرو کی وویل: کله چی دعکس اخیستنی کتاب چاپ ته چمتو شو، د شاه ‌مری دمرګ څخه خبر شوم  په همدی دلیل ونه کړای شوای چی دا دهغه په نامه یاد نکړم  .

د فرانسی د خبری آژادنس عکاس شاه‌مری فیضی ، په یوه ځانمرګی برید خپل ځان له لاسه ورکړ .

(نی) دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ کونکی اداره، د ښاغلی پروفیسورفینستین،لدی کار څخه دستاینی په ترځ کی وایی که څه هم دافغانستان دخبریالانو څخه دهیواد په دننه کی  ستاینه او ساتنه نه کیږی، خو دنړی دیر ښه  کتابونه هغوی ته وقف یا ډالی شوی دی .

دنی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر، وایی: موږ په تیرو ۱۷ کلونو کی په افغانستان کی خپل سل تنه رسنیز همکاران له لاسه ورکړی دی د رسنیزو کورنيو قربانیانو په ډیرو بدو شرایطو کی دمعلوماتو رسولو کار ته دوام ورکړی او پدی لاره کی یی خپل ځانونه له لاسه ورکړی دی. د افغانستان  درسنیو د قربیانو دکورنیو هرډول ساتنه د ستاینی وړ ده او دلاسه تللی خبریالانو د نوم ساتنۍ سبب کیږی

نی د افغانستان د حکومت څخه غواړی چی دشهید شاه مری فیضی دخدمتونو په یاد کوم ځای د هغه په نامه ونومول شی .