دغزنی ولایت د خیریالانو ټولنی غړو، شنبه د مرغومی پر ۳۰، دیوی ټولیزی هوکړی په پایله کی دیوی پریکړی لیک په ترځ کی حکومتی خبرونه تحریم کړل .

دغزنی ولایت خبریالانو وویل؛ داچی دغزنی ولایتی اداره دخبریالانو پوښتنو ته ځواب نه وایی نو له همدی کبله مجبور شول  حکومتی خبرونه تحریم کړی. یو شمیر خبریالان ادعا کوی چی دوالی چلند دخبریالانو سره ډیر بد او تریخ دی  او همدارنګه د ځواب ویلو پرمهال د غزنی ولایت د مقام مسوولین دخبریالانو اړیکو ته ځواب نه وایی  .

د غزنی ولایت خبریالان  تاکید کوی ترڅو چی دولایت مقام زموږ پوښتنو ته ځوابونه ونه وایی خپل تحریم ته به دوام ورکړو.

نی د افغانستان د آزاد رسنیو ملاتړ اداره، حکومتی تحریمونه دهیواد دجاری وضعیت په ګټه نه بولی. دنی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی : «د حکومتی خبرونو دپوښش تحریم د خبریالانو له لوری دمعلوماتو آزاد څرخ دروی او خلک خپل دقانونی حق څخه چی معلوماتو ته لاسرسی دی محروم کوی . دبل پلوه دحکومتی څانګو دمعلوماتو تحریم د خبریالانو حق دي . هیله مند یو چی دغزنی ولایت سیمیز ارګانونه او سیمیز اداره هر څه ژر نومړی ستونزی ته پاملرنه وکړی ترڅو دتحریم دختم شاهد اوسو »

دا په داسی حال کی دي چی مخکی هم او ددی میلادی کال په لړ کی  د  بلخ، ارزگان، نیمروز او هرات ولایتونو خبریالانو هم معلوماتو ته دنه لاسرسی او ځواب نه ویلو په خاطر دسیمیزی اداری څخه شکایت درلودل .