دخبریالانو دځانګړی اخلاقی موازینو د عمومی کیدوپه موخه ، دهیواد د ژورنالیستانو او خبریالانو فدراسیون یوه کمیټه موظفه کړی ترڅو دهیواد د لویو رسنیو سره په اړیکه کی شی او د رسنیو د مسوولینو سره دمالی لګښتونو په اړه یو تفاهیم ته ورسیږی، ترڅو دخبریالانو په ملی غونده کی کی چی دنی ددفتر په مرسته جوړیږی په درسته او ګټور ډول سره جوړ کړی .

پرته له شکه دهیوادکی دخبریالانو پر اخلاقی موازینو باندی تمرکز یو مهم اواړین ضرورت دی چی په اوسنی شرایطو کی د رسنیو دزیاتوالی او تنوع په خاطر مجبوره یو ترڅو دخبریالی درست او معیاری موازین د مطبوعاتو دکورنی دغړو ترمنځ پراخ او بنستیز کړو، ترڅو لدی طریقه وکولای شو دبیان او رسنیو آزادی هرڅه ژر پیاوړی او حمایت کړو ، دنی دفتر  دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دافغانستان د ژورنالیستانو دفدراسیون اداره دڅو مودی راهیسی دخبریالانو د اخلاقی موازینو داصول مسوده په ټول افغانستان دخبریالانو د غونډو په جوړولو سره پیل شوی او په نظر کی ده په یوه لویه ناسته کی ، دخبریالی داخلاقو مسوده دټولو خبریالانو په غونډه کی تصویب شی .