د آسیا دخصوصی تلویزون دریس امان الله عطایی،وژل کیدل هغه سور څراغ دی چی دافغانستان دخبریالانو او کارکوونکو دځانی امنیت په ژوند کی روښانه شو .

تیره شپه د لیندی دمیاشتی ۸؛ ښاغلی عطایی دکابل ښار داتمی حوزی په سیمه کی ووژل شو. دکابل پولیس وایی چی ددی وژنی په اړوند دوه تنه نیول شوی دی .

دکابل ولایت دجنایی تحقیقاتو رئیس سمونوال فریدون عبیدی، د رسنیو دڅار دفتر ته وویل چی دعطایی دوه تنه نژدی خپلوان ددی پیښی سره په تړاو نیول شوی دی .دبل پلوه احمد سعیدی دافغانستان درسنیو یو تن شنوونکی او دملی یووالی حکومت منتقد د کابل په نوی ښارکی د ناوړه قصد لاندی راغی ، چی ښاغلی سعیدی ددی ناوړه برید څخه ځان په سلامت یووړ. کومی ډلی چی پدی نظام کی وه دا کار یی تر سره کړی .

دا په داسی حال کی دی چی په تیره میاشت کی صدیق الله توحیدی،د رسنیو دڅار دفتر د رئیس موټر د مقناطیسی ماین د چاودیدو له امله اور واخیست . ښاغلی توحیدی دپیښی په مهال په خپله وسیله کی حضور نه درلود.

په یوه بله پیښه دکابل په ښار کی دیوی میاشتی په جریان کی ؛ سالم وحدت، د بخدی د آژانس دامتیاز خاوند دیوه ناوړه برید څخه روغ ووت ، خو د ښاغلی وحدت یو تن ملګری په سختی سره ټپی شو . خو لاتر اوسه پولیس هیڅوک یی ددی پیښی په تړاو ندی نیولی .

وروستی پیښی د کابل په ښار کی دیوی میاشتی په لړ کی دخبریالانو د خراب امنیتی وضعیت شاهدی ورکوی داحالت په تیر ۱۴ کلنو کی بی ساری بلل شوی دی او دخبریالانو ځانی امنیت ته دبحران ښکارندویی کوی.

دنی دفتر دهیواد دټولو امنیتی ځواکونو څخه غواړی تر څو ددی بحرانی حالت مخه ونیسی د هغه پرته د تیرو ۱۴ کلونو لاس ته راوړنه چی هماغه د بیان ازادی ده به یوازی نوم پرځای پاتی شی .

دنی دفتر همدارنګه د افغانستان دیو تن لیکوال محمد اسماعیل اکبر، مړینه دافغانستان دلیکوالانو ټولنی ته یوه ضایعه بولی او د هغه مړینه د هغه کورنی او دافغانستان ټولو لیکوالانو او روشنفکرانو ته تسلیت وړاندی کوی.