وروسته له هغه چی نن سهار د وری دمیاشتی پر ۳۱ دکابل په ښار کی د ځان وژنکی برید په پایله کی یو شمیر ټپیان او یو شمیر نور په شهادت ورسیدل ، خبریالانو ددی پیښی د خبری پوښښ په موخه دپیښی سیمی ته ورسیدل ، چی درو تنو  خبریالانو دوهلو ټکولواوسپکاوی هم رپوت ورکول شوی دی .

حسین سیرت ، دالمان دویچلی رادیو خبریال، دآریانا نیوز دتلویزون خبریال فرشاد صالح او سمیع جهش ددی تلویزون فلم اخیستونکی چی د رپوټ اخیستنی پرمهال دامنیتی موظیفنو له خوا وهل شوی سپکاوی ورته شوی او حتی نیم ساعت وخت د ښاغلی سیرت دامنیتی مامورینو له خوا سلب شوی دی .

حسین سیرت، وایی هغه دملی امنیت د مامورینو تر سپکاوی لاندی ونیاوه او وروسته یی دنیم ساعت لپاره دځان سره وساته ؛هغه چی غوښتل د پل محمود خان دځان وژنکی برید څخه او دخلکو د وضعیت او دکابل دښار او فروشګا دسیمی څخه عکس واخلی .

ښاغلی  سیرت وایی؛ په همدی موده کی چی دهغوی سره و، څو ځله ښکنځل ورته شوی او ورته سپکاوی شوی دی .

دا خبریال همدارنګه  ادعا کوی چی ټول د خبریالی وسایل یی د تیلیفون په شمول یی د هغه څخه اخیستی او تلیفون یی  وروسته بیرته ورکړی دی .خو دکمری چیپ یا حافظۀ او د هویت  کارت تر اوسه لانه دی ورکړی .

سیرت اوس د کورنی دغړو دعکسونو او انځورونو له کبله اندیښمن دی چی دده پروینا دکمری په چیپ کی موجود و.

همدارنګه  فرشاد صالح،  دآرایانا نیوز دتلویزون خبریال چی دده فلم اخیستونکی یعنی کمره مین سره یوځای  دپولیس له خوا وهل شوی د رنی درسنیو دڅار اداری ته وویل:” که څه هم د پیښی دسیمی څخه یو کیلو مترلیری حضور درلوده او دا پیښه مو دلیری نه تر خبری پوښش لاندی  نیول وه ، خو دپولیس سرتیرو د توپک په قنداق وهلی او بیا یی دسوکانو او لغتولاندی نیولی  .”

نی دافغانستان درسنیو دڅار دفتر خبریالانو توقیف او سپکاوی دامنیتی موظیفنو له خوا غیر قانونی بولی او مسوولی مرجعی ددی مسالی د څارنی مسوول دی . دنی دفتر دسرتیرو او امنیتی موظیفونوڅخه په تاکید سره غواړی چی په حساسو او بحرانی حالاتو کی خپل حوصله له لاسه ورنکړی اودوی باید پوه شی همدارنګه چی دامنیت ساتل ددوی له دندو څخه دی ، دمعلوماتو رسول هم د خبریالانو دنده ده او نباید ددوی د کار خنډ وګرځی، او نباید چی د خبریالانو سره زورزیاتی وشی .

مسلکی او باتجربه خبریالان پوهیږی چی پداسی  اضطراری او ویره اچونکی حالاتو کی څه ډول رپوټ جوړ کړای شی او ترکوم حده دپیښی سیمی ته نژدی ولاړ شی ، خو پدی پیښه کی داسی معلومیږی، دری سره خبریالان د سیمی څخه لیری دتاوتریخوالی لاندی نیول شوی دی . چی باید دا موضوع د کورنیو چارو وزارت او دملی امنیت ریاست دڅیړنی لاندی ونیول شی .