د امنیت دملی شورای په حکم سره د ورځپانو لیکونکو څارل او غوښتل پرته له قانونی او څرګندو سندونو او مدرکونو څخه غیرقانونی عمل دی، چی دخبریالانو تر منځ د ویری او ډارسبب کیږی .

پدی وروستیو کی دوه تنه ورځپانه لیکونکی د فیسبوک د انتقادی پاڼی ( کابل ټکسی ) دمدیریت په تور دملی امنیت دشورای دصلاحکار په دستور دهیواد امنیتی ارګانونو ته راغوښتل شوی دی او د هغوی څخه ددی فیسبوکی پاڼی په اړوند پوښتنی شوی دی.چی په پایله کی دهیڅ ډول مدارکو او دلایلو دموندلو پرته دواړه خبریالان خوښی شول.

د خبریالانو هرډول جلب او احضار دامنیتی او عدلی او قضایی ارګانونو له خوا، پرته له څرګندو دلایلو او د ټولنیزو رسنیو د کمیسیون دارزونی مخکی ، د بیان پر ازادی باندی تعرض ګڼل کیږی.

کابل تکسی لکه ډیری نور اجتماعی پانو غونی دطنز او نیوکو مطالب خپروی .او ظنز دخبریالی په ټولنه کی د یو ادبی ژانر په صفت منل شوی دی . دبیان دازادی پر بنسټ چارواکی باید دعادی وګړو دنیوکو پر وړاندی دصب او حوصلی نه کار واخلی . ځکه چی یو خبریال یوازی یوه کمره او قلم لری او هیڅوخت د دولت چارواکو په شان پراخ دولتی امکاناتو څخه برخمن ندی په هغه صورت کی چی چارواکی ددولتی امکاناتو څخه په ګتی اخیستنی سره ، خبریالان په غیرقانونی جلب او احضار او وویروی ، دبیان ازادی خپله معنی له لاسه ورکوی .

او دالومړی ځل ندی چی دافغانستان دامنیت ملی شورای په خپل داسی غیرقانونی کړنو سره درسنیو کار د محدویتونو سره تنګ وی . څو موده مخکی دملی امنیت دشورای له خوا حکم شوی و چی امنیتی قومندانان دی دخبریالانو سره دمرکی څخه ډده وکړی .

نن ورځ خبریالان زیاتره دامنیتی ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لری دملی امنیت دشورای دی دبی ځایه محدویتونو پر ځای دخبریالانو دځانی او روحی امنیت دتامین په موخه طرح امنیتی بنسټونو ته وړاندی کړی.ترڅو خبریالان پرته له کومی ویری او ډار له فضای څخه خپل د خبریالی کار ته دوام ورکړی .

دنی ددفتر عمومی ریس عبدالمجیب خلوتګر وویل :. ” موږ دجمهور ریس او اجراییه ریس څخه غواړو چی د ملی امنیت دصلاحکار حنیف اتمر د هغه پوښتنو کروږنو په هکله وضاحت وغواړی کوم چی له خبریالانو څخه یی دفیسبوک د کابل تکسی دپاڼی په اړوندکړی دی.”

دنی دفتر دافغانستان د ازادو رسنیو دملاتړ کونکی اداره دافغانستان دجمهور رئیس او اجراییه رئیس څخه غواړی د هغه ژمنی پر اساس چی مخکی یی د بیان دآزادادی دساتنی په موخه تر سره کړی وی ددولتی منسونینو ددی ډول چلندونو څخه مخنیوی وکړی اوددوخبریالانو په اړه د امنیت دملی شورای د صلاح کار څخه وضاحت وغواړی .