نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ کوونکی اداره دآریانانیوز د رپورټر شهادت یوه بله نښه د افغانستان په رسنیو کی د خرابی وضعیت بولی .

نعمت الله زهیر د آریانانیوز خبریال د لړم دمیاشتی پر۱۴دلښکرگاه مرکز هلمند ولایتد یوماین په انفجار کی دسړک پر غاړی په شهادت و رسید.

دا درسنیو دیارلسم خبریال او کارکوونکی دی چی په روان میلادی کال کی خپل ځان له لاسه ورکړ.مخکی لدی محمد یعقوب شرافت، د ملی تلویزون سیمیز خبریال د ګولی په ویشتلو سره په شهادت ورسید .چی لا تر اوسه د هغه مړینی په اړه هیڅ معلومات نشته او حکومت ونکړای شوای ترڅو ددی جنایات عاملان وپیژنی او دقانون منګلو ته یی وسپاری .

نى د افغانستان دحکومت څخه غواړی چی ترڅوخبریالانو دساتنی په موخه یو ه ځانګړی قطعه دافغانستان په ناامنو جګړیزو سیمو کی جوړه کړی.