نن دکندهار په ولایت کی دکابل دنیوزسیمیز خبریال عبدالمنان ارغند، د( غویی دمیاشتی پر۵ ) دناپیژاندو وسلوالو له خوا په دی ولایت کی په شهادت ورسید.
دافغانستان دولت دخبریالانو دامنیت د تامین په موخه داسی چی په قوانینو کی وړاندوینه شوی ده د اړتیا وړ شرایط برابر کړی ندی.
دافغانستان حکومت دنافذه قوانینو مطابق د وګړواو په تیره بیا دخبریالانو دامنیت دتامین دنده په غاړه لری .
دنی دفتر د افغانستان دازادو رسنیو دملاتړ اداره دملی یووالی دحکومت څخه په ټینګه غواړی چی تر څو دښاغلی ارغند دشهادت عاملان هرڅه ژر وپیژنی او دقانون منګلو ته وسپاری .
د نی اداره همدارنګه دافغانستان دولت څخه غواړی چی دخبریالانو او رسنیو دامنیت دتامین په موخه هڅه وکړی تر دی زیات خبریالۍ ټولنه غمجن نکړی
د ۱۳۸۰ کال راهیسی تر اوسه پوری د۸۰ نه زیاتو خبریالانو خپل ځانونه له لاسه ورکړی دی . دافغانستان دولت مجبور او مکلف دی چی دخبریالانو دامنیت دتامین په موخه هڅه وکړی .