محمد ابراهیم هاشمی، دادیب رادیو یو سیمیز خبریال د پلخمری په ښار کی ؛ تیره شپه دوسله والو کسانو له خوا پرسر باندی دګولی په ویښتلو سره ټپی شو .

ددی خبریال کور دبغلان ولایت دپلخمری ښار دلومړی حوزی په سیمه کی دبمبی په کلی کی دی .

محمد موسی هاشمی د محمد ابراهیم هاشمی ورور چی دهغه سره په رادیو کی همکار دی یو ځای دکور په لوری روان و هغه هم د وهلو ټکولو لاندی راغی او هغه هم ټپی شو .

حبیب الرحمن شیرزی،په بغلان ولایت کی دادیب دسیمیزی رادیو رئیس د نی درسنیو څار دفتر ته وویل چی د مرمی ویشتونکی د پولیس له خوا نیول شوی او د هغه څخه څیړنی روانی دی .

عبدالمجیب خلوتگر، دافغانستان دنی دفتر چی دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده وایی ” اوس ددی خبریال پر سر دمرمی ویشتونکی پیژندل شوی او نیول شوی دی ، د افغانستان دحکږمت څخه په ټینګه غواړی تا نوموړی په علنی ډول محکمه مړی او هغه د خپلو اعمالو په جزا ورسوی .”

وروسته له هغه چی په هیواد کی ناامنی پراخ او دجګړی دوام په ښارونو او کلیو کی زیاتی شوی ، تاوتریخوالی او د موخی ډک بریدونه پر خبریالانو او درسنیو پر کارکونکو باندی زیاتوالی موندلی دی .د۲۰۱۶ کال په لومړی میاشت کی ۸ تنه خبریاله او درسنیو کارکونکی د ویره اچونکو له خوا په شهادت رسیدلی او د۱۷ نه زیات نور خبریالان ټپی شوی دی .

په یوه بله پیښه کی دننګرهار په ولایت د ملی تلویزون یو خبریال دګولی په ویښتلو سره شهید کړای شو او اوس یو بل خبریال په پلخمری ولایت کی د وسله والو کسانو له خوا پر سر باندی ټپی شوی او اوس په روغتون کی د کوما په حالت دی .د نی دفتر ددی نه زیات پر خبریالانو باندی دبریدونه زغم نه لری او دافغانستان ددولت څخه په ټینګه غواړی او همداسی چی د جمهورریس په حکم کی راغلی، دبیان ازادی ، دخبریالانو او رسنیو څخه ملاتړ او ساتنه کی ټینګ او جدی قدامات تر سره کړی