د ټاکنو د خپلواک کمیسون د اعلان پر اساس، د رای اچونی پروسه په ټول افغانستان کی دمازدیګر پر ۴ بجو پای ته ورسیده.  دټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر ضیا الحق امرخیل پر وینا که چیری په ځینو د رای اچونو په محلاتو او مراکزو کی درای اچوونکو حضور ولیدل شی ، درای ورکولو وخت به تمدید شی.
د رای اچونی پروسه چی نن سهار د شنبی ورځ دغبرګولی پر ۲۴ په ټول افغانستان کی پیل شوی و، دپاڼو د کمښت، د بی کیفیته رنګونو او په ځینو مرکزونو کی د ټاکنیزو کارمندانو کموالی سره مخامخ وه .په ځینو محلاتو کی چی د رای اچونی پاڼی له وخته مخکی خلاصی شوی وی، وروسته له هغه چی نوری پاڼی ورسیدی د رای اچونی پروسه بیرته پیل شوه.
دټاکنو خپلواک کمیسون مشر احمد یوسف نورستانی . ویلی دی چی ۳۳۰ د رای اچولو مرکزونو ته چی پاڼی خلاصی شوی وی نور پاڼی هم استول شوی دی.
په ټاکنو کی د رای اچوونکو ګډون ډیر ستر بلل شوی دی ، حتی داچی د وردګو په ولایت کی د ښځو ګډون د لومړی پړاو په پرتله ډیر زیات و.
که څه د ورځی په پیل کی د ګډون کوونکو شمیره لږ ویل شوی و، خو د هر ساعت په تیریدو سره د رای وروکونکو شمیره مخ پر زیاتیدو و.دمیدان وردګو د نرخ په ولسوالی کی کی ورسته له هغه چی یو ترهګریزه برید په شا وتمبول شو خلک د رای اچونی مرکزونوته راستانه شول .اوخپلی رای یی د خپل خوښو نوماندانو په ګټه وکارولی.
د کنر، قندهار، لوگر، ننگرهار او زابل ولایتونه کی سره لدی چی امنیتی ګواښونه او ننګونی ډیری وی بیاهم خلک د صندوقونو ته درای اچونی مرکزونو ته لاړل . د ننګرها ولایت د چپرهار ولسوالی کی پدی دلیل چی درای اچونی پروسه ژر ختمه شوه دورځی په نیمایی کی د آراو شمیرل پیل شوه . په ځینو مراکزو کی یو شمیر کسانو چی هڅه کړی و دغیرقانونی کارتونه څخه رای ورکړی د ناظرینو او خلکو له خوا وپیژندل شول او دهغوی درای داستعمال څخه مخنیوی وشو.
د ننګرهار ولایت د مومن دره ولسوالی څخه رپوټ ورکړل شو چی د ښځو پرځای نارینو رایه ورکړی ده.
همدارنګه د ځینو تقلبونو او تخلفاتو په اړوند هم د ناظرینو له خوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون کی ځینی شکایتونه درج شوی دی .محمد نادر محسنی ، د ټاکنیزو شکایتونو دکمیسون منشی ویلی دی تر اوسه پوری ۷۷ مورد شکایتونه ددواړو غاړو څخه پدی دفتر کی درج شوی دی ، خو تیفا چی دافغانستان په ټاکنو ناظر بنسټ دی وایی دسلو نه زیات شکایتونه د غرمی تر ۱۲ بجو پوری ثبت شوی دی.