د افغانستان د  آزادو رسنیو دملاتړ دفتر نی، پر رسنیو باندی د بریدونو دسختوالی څخه اندیشنه لری . او د جلال‌آباد په ښار کی پر  انعکاس رادیو باندی وروستی برید لا  اندیښنی نوری هم  زیاتی کړی دی .

دغرمی نه مخکی دلیندی میاشتی پر  ۱۱ د انعکاس رادیو د جلال‌آباد په ښارکی دبرید لاندی راغلی ده  .

که څه هم پدی برید کی ددی رسنۍ کارکونکو ته زیان ندی رسیدلی ، خو رسیدلی رپوټونو پدی ترهګری برید کی ښیی چی  یو شمیر دپولیس کارکونکی او ملکی کسان ټپی او شهیدان کړی دی .

د انعکاس د رادیو تلویزیون رئیس انجنیر زلمی، دافغانستان د آزادو رسنیو دملاتړ اداری ته وویل :” لومړی برید کونکو دراکټ په ویشتلو ددی رسنۍ ودانۍ یی په نښه کړه او بیا یی یو موټر دچاودنۍ مواد چی په یوه موټر کی ځای پر ځای شوی وه په یوه ریکشاه موټر کی دانعکاس رادیو د ودانۍ مخی ته چاودنه ورکړه . ”

مخکی لدی هم د انعکاس رادیو د جلال‌آباد په ښارکی دبرید لاندی راغلی وه  چی دهغه له امله ددی رسنۍ ودانۍ ته مالی زیانونه رسیدلی و.

د نی ددفتر رئیس عبدالمجیب خلوتگر،په یوه بیانیه کی وویل :” که د افغانستان دولت د رسنیو دامنیت په  تامین کی  اقدام ونه کړی، نو اعلان  دی وکړی چی رسنی د هغه پر اساس خپله  تصمیم ونیسی.”

دنی ددفتر وړاندیز ددی ستونزی دمنځه وړلو په موخه دادی چی  یوه ځانګړی ټولنه جوړه شی چی په هغه کی  د ټولو ولایاتو رسنیوکی   ځای پر ځای شی  اوخپل  امنیت خپله تأمین کړی  .

پدی وروسنیو کی په هیواد کی پر رسنیو باندی بریدونه زیاتوالی موندلی دی لکه چی لیدل کیږی دافغانستان اسلامی جمهوری دولت هیڅ ډول عملی کړنۍ په نظر کی نه لری . مخکی لدی د شمشاد تلویزون چی د جمهوری ریاست ارگ په څو  کیلومتری کی موقعیت لری؛ دترهګری برید موخه وګرزیده چی دهغه په ترځ کی ددی رسنی یو ساتونکی خپل ځان له لاسه ورکړ او ددی تلویزون یو شمیر نور کارکونکی  ڼپیان شول  .

د نی دفتر یو ځل بیا دملی یووالی حکومت څخه غواړی ترڅو هر هغه څه چی په خپل وس او توان لری درسنیو او خبریالانو د ساتنی په موخه تر سره کړی او لدی نه زیاته ترهګرو ته وخت ورنکړی چی دفرصت څخه په ګټی اخیستنی سره دبیان آزادی ته زیان ورسوی .