نن د غبرګولی دمیاشتی ۲۴دسهار بر ۷ بجی په هیواد کی د رای اچونی مرکزونه پرانستل شول .امنیتی ځواکونو ظاهرا یوه ښه امنیتی فضای منځ ته راوړی ده اوخلک ډلی ډلی د رای اچونی مرکزونه ته ځی ترڅو د ریاست جمهوری په دوهم پړاو کی ګډون وکړی.
خبریالان او څارنیزی بنسټونه د رای ورکولو مرکزونو کی حضور لری او غواړی چی د ټاکنو څخه څار وکړی او رپوټونه ورکړی.
دا چی ترانسپورتی موټرونو ته اجازه نه ورکول ځینی ستونزی را منځ ته کړی خو اکثر خلک په مرکز او ولایتونه کی په پلی توګه هڅه کوی ځان د رای اچونی مراکزو ته ورسوی.
سره لدی چی داسی اندیښنی وی چی ښایی د انتخاباتو په دوهم پړاو کی به دخلکو ګډون لږ وی خو په دیری ولایایتونو د رای اچونو په مرکزونو کی او کی داوږدو لیکو جوړیدل په ټاکنو د خلکو دپراخ ګډون ښکارندویی کوی.
سخت امنیتی تدابیر هم ونکړای شو چی خلک درای ورکولو صندوقونو د ورتګ څخه را وګرځوی . داسی انګیرل کیږی چی ښایی دافغانستان ولسمشر حامد کرزی به هم د لومړنی کس په توګه د امانی لیسی در ای اچونی مرکز ته لاړ شی او خپله رایه دیوه تن دریاست جمهوری نومانودانو ډاکټر عبدالله عبدالله او یاهم ډاکټر اشرف غنی احمدزی ته ورکړی.
درای اچونی رسمی پروسه ددټاکنو د خپلواک کمیسون داکتر یوسف نورستانی له خوا پیل شو. د دو نوماندانو د ناظرینو نه برسیره دنورو بنسټونو (فیفا،تیفا ، او داڼاکنو دڅار او نور بنسټونه ) ددی پروسی څخه څارنه کوی.
د یادونی وړ دی چی دټاکنو دوهم پړاو چی د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی احمدزی ترمنځ دی دټاکنو ورستی پړاو دی او هریو ددونوماندانو څخه چی زیاته رایه لاس ته راوړه دچارو واګی به تر لاسه کړی. د تاکنو په لومړی پړاو کی چی دوری دمیاشتی پر ۱۶ تر سره شو یوهم د نوماندانو ونکړای شوی ۵۰ جمع ۱ پوره کړی نوځکه دوهم دور پړاو د قانون مطابق باید جوړ شی.